جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ۹۵): د ننګرهار والي د جلال اباد ښاروالۍ او د ترافيکو مديريت ته سپارښتنه وکړه چې د ښاري تنظيم په اړه هڅې ګړندۍ کړي او له ښاره غير قانوني اډې وباسي.
والي سليم خان کندوزي د وري په ۲۹مه د ښاري تنظيم د جاج اخيستو په موخه له ښاره د ليدنې پر مهال ښاروالۍ او د ترافيکو مديريت په تنظيمولو او سمولو کې ناکام وبلل.
پر واټونو د غرفو شتون، د ريکشاوو ډېروالی او نا منظموالی، د ښار په ځينو سيمو کې د موټرو اډې او لاسي کراچۍ د جلال اباد ښار د غير منظم کېدو او ګڼې ګوڼې اصلي لاملونه دي.
د ننګرهار والي اړوندو ادارو ته امر وکړ چې ژر تر ژره دې له ښاره د موټرو اډې وباسي، د واټونو له سره دې غرفې او غير منظمې کراچۍ لرې کړي.
کندوزي زياته کړه: ((د جلال اباد ښاروالۍ او د ترافيکو مديريت د ښار په منظموالي کې ناکام دي، ما ورته د اصلاحاتو د راوستلو امر وکړ، که يې غفلت وکړ، چارواکي به يې له دندو ګوښه شي.))
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد عباس سادات پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د ترافيکو مديريت او ځينو ادارو د ښار په تنظيمولو کې مرسته نه ده کړې.
دى وايي: ((اړوندې ادارې دې په دې تړاو کار وکړي، موږ يې د امنيت مسووليت لرو، همدا شان زه ډاډ درکوم چې د ترافيکو مديريت به لاس په کار شي.))
اخوا د جلال اباد د ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم پژواک اژانس ته وويل: ((رښتيا هم موږ د ښار په تنظيمولو بريالي شوي نه يو، لامل يې دا دی چې ښار وړوکی او نفوس يې ډېر دی.))
د نوموړي په وينا، د جلال اباد ښار د منظموالي لپاره بايد ښار پراخ شي او د لاسي پلورونکو او کراچيو لپاره ځانګړي ځايونه جوړ شي.
ده يادونه وکړه چې ښاروالي په دې تړاو کار کوي او د ننګرهار والي تازه سپارښتنه به جدي ونيسي.
ثناءلله شګيوال چې د جلال اباد ښار د تلاشي څلورلارې ته څېرمه يې پر شته سړک وړه بکسه اېښې او صرافي کوي، پژواک ته وويل: ((ښاروالي بايد د خرڅلاو لپاره سيمې مشخصې کړي، موږ چېرې ولاړ شو؟))
نوموړى د ښاروالۍ ځيني مامورين تورنوي چې ګواکې له لاسي پلورونکو بډې اخلي او پر واټونو يې پرېږدي؛ ځکه خو په ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن