کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥): ملګري ملتونه وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د افغانستان په نا امنيو کې نږدې دوو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) له خوا د وري په ٢٩مه د ٢٠١٦ زېږديز کال د لومړۍ ربعې د ملکي تلفاتو راپور خپور شوى دى.
په راپور کې راغلي چې د روان زېـږديز کال په لومړۍ ربع کې (د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ٣١مې) ١٩٤٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوناما ويلي چې په دې موده کې ٦٠٠ عام افغانان وژل شوي او ١٣٤٣ نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ٢ سلنه زياتوالى راغلى دى.
خو په دغه راپور کې دا هم يادونه شوې چې د وژل شوو کسانو په کچه کې ١٣ سلنه کموالى راغلى خو د ټپيانو شمېر ١١ سلنه زيات شوی دی.
يوناما ويلي چې ملکي وګړو ته تر ټولو زياته مرګ ژوبله د ځمکنيو عملياتو، ماين چاودنو، ځانمرګو بريونو او د ترور په پېښو کې رامنځته شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) پر ټولو ډلو غږ کړى چې د پوځي عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره احتياطي ګامونه پورته کړي.
دې ادارې زياته کړې چې د ۲۰۱۶ زېږديز کال د لومړيو درېيو مياشتو د ملکي تلفاتو شمېرې په دې برخه کې پرله پسې لوړوالی ښيي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د يوناما مشر نيکولاس هيسم ويلي: ((که نړيوال بشردوستانه قوانين او د بشري حقونو مجبوريتونه په جدي توګه په پام کې ونيول شي، نو د يوې جګړې په سختېدلو سره هم ملکي تلفات نه شي لوړېدلى.))
نوموړي زياته کړې، بشردوستانه مجبوريتونو ته پام نه کول به د دې لامل شي چې دغه ملت چې له مخکې ځورېدلی، نور هم وځورېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن