ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو د له منځه وړنې پروګرام په کې ضعیف و، د معافیت ورکونې کمپاین پيلوي

د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو د له منځه وړنې پروګرام په کې ضعیف و، د معافیت ورکونې کمپاین پيلوي

author avatar
18 Apr 2016 - 11:47
د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو د له منځه وړنې پروګرام په کې ضعیف و، د معافیت ورکونې کمپاین پيلوي
author avatar
18 Apr 2016 - 11:47

په څلورو راتلونکو ورځو کې څه باندې ۵،۲ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

کابل، د ۱۳۹۵ کال د وري ۳۰مه: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپلو همکارو ادارو، يونیسف او نړیوال روغتیايي سازمان، سره په ګډه نن د سویلي، سویل ختیځ ، لویدیځ او ختیځو سیمو په ټولو ولسواليو او د شمال، شمال ختیځ او لویدیز په ۲۸ ولسواليو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړ. د دې کمپاین په ترڅ کې به په هغو ولسوالیو کې چې د پوليو د له منځه وړنې چارې په کې کمزورې دي، له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۵،۲ میلیونه ماشومان واکسین شي او دا کمپاین به د غويي ( ثور) تر دویمې ڼیتې پورې دوام وکړي. 

پولیو یوه فلج کوونکې ناروغۍ ده چې د درملنې وړ نه ده او یوازې د واکسین له لارې وقایه کیږي. له پنځو کلونو کم عمره ماشومان باید د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي. یوازې دوه هیوادونه – افغانستان او پاکستان- لا تر اوسه هم د پولیو له اندیمیکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وویل: هر چیرې چې یو ماشوم ته معافیت ورنکړل شي، په ټول افغانستان کې د ماشومانو ژوند ددې ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخ کيږي. موږ له ټولو  میندو او پلرونو څخه غوښتنه کوو چې خپل ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي، ځکه د پولیو واکسین یوازنۍ لاره ده چې ماشوم له دایمي فلج او حتی مړینې څخه ژغوري.

د پولیو واکسین د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې یوازنۍ خوندي او اغیزمنه وسیله ده. د پولیو واکسین حلال دی او په ځانګړي توګه د اسلامي ټولنې د مشرانو لخوا تایید شوی. د یادونې وړ ده چې د پولیو واکسین د نويو زیږیدلیو، ناروغو او ویده ماشومانو لپاره خوندي دی. دغه واکسین هیڅ راز جانبی عوارض نلري او ماشوم په کومې بلي ناروغۍ هم نه اخته کوي. 

دغه کمپاین د ۲۵ زرو واکسیناتورانو په مټ د جمعې د ورځې په شموله د څلورو ورڅو لپاره دوام مومي. دغه واکسیناتوران او د لومړۍ کرښي نور روغتیايي کوونکي، د ټولنې د باور وړ غړي دي او هغوی د دې لپاره غوره شوي دي چې د ماشومانو لپاره ډیره پاملرنه لري. 

که چيرې هر ماشوم ته د واکسین په هر کمپاین کې رسیدګي وشي، په افغانستان کې د پولیو له منځه وړل په راتلوکې کال شونې دي. له میندو او پلرونو څخه غوښتنه کیږي که چیرې ماشومان یې ددې څلورو ورځو په بهیر کې له واکسین کیدو څخه بې برخې پاتې شي، نو  خپل ماشومان یو داسې روغتيايي مرکز ته بوځي چې هلته د پولیو پروړاندې واکسین شي.

دعامې روغتيا وزارت د لازیاتو فعاليتونو په باب د معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر دغه بريښنايي پاڼې ته مراجعه وکړئ: You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.