ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهزاده مسعود: حکومت له وېرې لويه جرګه نه راغواړي

شهزاده مسعود: حکومت له وېرې لويه جرګه نه راغواړي

author avatar
18 Apr 2016 - 16:20
شهزاده مسعود: حکومت له وېرې لويه جرګه نه راغواړي
author avatar
18 Apr 2016 - 16:20

 

کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): پخوانى سلاکار وزير شهزاده مسعود وايي، چې د ملي يووالي حکومت له ژمنې سره سم د لويې جرګې را بللو ځکه ډډه کوي، چې ګډونوال يې ددغه حکومت پر ضد کوم اقدام ونه کړي.

د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدلو په هوکړه ليک کې راغلي، چې د دغه حکومت دوو کلونو پوره کېدو سره به لويه جرګه راغوښتل کېږي چې پکې د اجراييه رياست د برخليک په اړه پرېکړه وشي.

دغه راز په هوکړه کې پر ټاکنيزو اصلاحاتو او هم ټينګار شوى و.

خو شهزاده مسعود وايي چې اوس د ملي يووالي حکومت له دې وېرې چې ګډونوال د موقت حکومت د رامنځته کېدو وړانديز ونه کړي، د لويې جرګې له رابللو ډډه کوي.

هغه د امريکا پر بهرنيو چارو وزير جان کيري هم نيوکه وکړه چې د ملي يووالي د حکومت موده يې پنځو کلونو ته وغځوله.

د نوموړي په وينا، که څه هم د دغه حکومت جوړېدل د اساسي قانون خلاف دي، خو اوس يې چې موده له دوو کلونو څخه زياته شوه، نو خپل لږ مشروعيت يې هم لاسه ورکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري څو ورځې مخکې کابل ته د سفر پر مهال اعلان وکړ چې د ملي يووالي حکومت موده دوه نه، بلکې پنځه کاله ده.

شهزاده مسعود د جان کيري دغه ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې څرګنده لاسوهنه بولي او زياتوي چې د هغه له څرګندونو سره افغانانو ته نور هم جوته شوه چې دا حکومت د جان کيري له خوا جوړ شوى او هماغه يې موده هم وغځوله.

نوموړی پر اوسني حکومت نيوکه کوي وايي چې نه يواځې له هوکړې سره سم يې ټاکنيز اصلاحات رامنځته نه کړل، بلکې په هېواد کې اقتصادي، سياسي او امنيتي ستونزې يې نورې هم زياتې کړې.

هغه وايي چې لسګونه زره لوستي ځوانانو له هېواده تېښته کړې، امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي او د حکومت د دواړو ډلو تر منځ سياسي اختلافات خپل اوج ته رسطدلي دي.

شهزاده مسعود وويل چې سياسي ډلې، ملي مشران، قومي مشران، ديني عالمان او ځوانان بايد سره لاسونه ورکړي او هېواد له دغه روان ناورين څخه وباسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.