ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: دايکنډي ته له سېلاب ځپلو سره د مرستو په رالېږلو د غميزې مخه ونيسئ

والي: دايکنډي ته له سېلاب ځپلو سره د مرستو په رالېږلو د غميزې مخه ونيسئ

author avatar
18 Apr 2016 - 17:20
والي: دايکنډي ته له سېلاب ځپلو سره د مرستو په رالېږلو د غميزې مخه ونيسئ
author avatar
18 Apr 2016 - 17:20

کابل (پژواک ٣٠ ورى ٩٥): د دايکنډي والي د دغه ولايت د ډېرى ښوونځيو ودانيو د نشتون له امله د شکايت ترڅنګ ګواښ کوي چې که د دغه ولايت له سېلاب ځپلو سره ژر تر ژره مرسته ونشي نو يوه ستره غميزه به رامنځته شي.

د دايکنډي والي معصومه مرادي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، چې په تېرو څو ورځو کې په مرکز او د اشترلي، ميرامور سنګ تخت، بندر، خدير او کيتي ولسواليو کې د سېلابونو راوتلو له امله د څلورو ښځو په ګډون ٩ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او پنځه نور  ټپيان شوي او په هره ولسوالۍ کې شا وخوا دېرش کورونه ويجاړ شوي دي.

والي زياته کړه، چې د يادو ولسواليو اوسېدونکو شا وخوا اتيا سلنه کرنيزې ځمکې ويجاړي شوې او دغه راز د خلکو ډېر څاروي هم له منځه تللي دي.

د هغې په وينا، چې د سېلابونو له امله له يادو ولسواليو سره د مرکز ټولې نښلوونکې لارې تړل شوې او هغه کسان له تېرو څ ورځو راهيسې چې کورونه يې د سېلابونو له امله ويجاړ شوي؛ تر شنه اسمان لاندې ورځې او شپې سبا کوي.

والي له مرکزي حکومت او نړيوالو مرسته کوونکو بنسټونو وغوښتل چې له سېلاب ځپلو سره ژر تر ژره خوراکي توکي، جامې او نورې بشري مرستې وکړي او دغه راز د لارو په خلاصون کې ګام پورته کړي.

هغې زياته کړه: "سېلاب ځپلي بېړنيو مرستو لکه خوراکي توکي، جامو او د نښلوونکو لارو پرانېستلو ته اړتيا لري او که چېرې دغه کار ونشي نو موږ به د يوې سترې غميزې شاهدان واوسو."

د دايکنډي والي زياته کړه، چې سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره يې له اړونده ملي او نړيوالو ادارو سره اړيکه نيولې، خو تر اوسه پورې له پېښو سره د مبارزې ادارې يوازې د درې مليون افغانيو مرستو لپاره ټټر ډبولى دى.

هغه څرګنده کړه، چې درې مليون افغانۍ يوازې د پنځه سلنه اړمنو کسان اړتياوې هم نه شي پوره کولى.

دغه راز د دايکندي والي وويل، چې په دغه ولايت کې ٣٦٧ ښوونځي فعاله دي چې له دې ډلې يې ٨٠ ښوونځي نيمه معياري ودانۍ لري.

هغې څرګنده کړه، چې د دغه ولايت ٢٨٧ ښوونځي ودانۍ نه لري چې زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

نوموړې له مرکزي حکومت په ځانګړي ډول د پوهنې له وزارت وغوښتل چې په دغه برخه کې ګام پورته کړي.

د هغې په وينا، دايکندي يوازېنى ولايت دى چې پکې د هلکانو زده کوونکو په پرتله د نجونو زده کوونکو شمېر ډېر دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.