شبرغان(پژواک،٣١ ورى ٩٥): د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم چې د هېواد شمال ته تللى، وايي چې ډېر ژربه پراخ عمليات پيل کړي او وسله والو مخالفينو ته به د عبرت درس ورکړي.
نوموړى چې نن سهار له کابل څخه شمال ته روان شو، لومړى بلخ ولايت ته ورسېد او وروسته د جوزجان مرکز شبرغان ته لاړ، چې په لومړيو شېبو کې يې د جوزجان له قوماندانانو او امنيتي چارواکو سره ناسته تر سره کړه.
جنرال دوستم وويل چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره د افغانستان شمال ته راغلى او ډېر ژر به په نا امنه سيمو کې پراخ عمليات پيل کړي.
نوموړي زياته کړه چې طالبانو د شمال له جګړو لاس نه دى اخيستى او لا هم خپلو ځانمرګو بريدونو او چاودنو ته دوام ورکوي.
د ولسمشر لومړي مرستيال وويل چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره به په جوزجان، فارياب، کندوز او نورو شمالي ولايتونو کې عمليات تر سره کړي. هغه زياته کړه:((وسله والو مخالفينو ته به د عبرت درس ورکړو.))
په ورته وخت کې د جوزجان ولايت ځايي چارواکو ويلي چې له قوماندانانو او امنيتي چارواکو سره تر خبرو او بحثونو وروسته به څرګنده شي چې د ارګ لومړى مرستيال خپل عمليات له کومې ساحې څخه پيلوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم جنرال دوستم د هېواد شمال ته سفر کړى و او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې د جګړې مشري کوله، خو کابل ته له را ستنېدو وروسته طالبانو بېرته خپل فعاليتونه له سره پيل کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن