تالقان (پژواک، ٣١ ورى ٩٥): د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د نجونو د يو ښوونځي له ٤٧ مسموم شويو زده کوونکو څخه ٤٣ تر درملنې وروسته کورونو ته تللي، خو څلور لا هم په روغتون کې دي.
د رستاق ولسوال معلم محمد حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د "سررستاق" سيمې د نجونو ښوونځي ٤٧ زده کونکې چې له ٧ تر لسو کلونو عمرونه لري، نن له غرمې مخکې په شاوخوا نهو بجو مسمومې شوې.
ولسوال وايي داسې ښکاري چې دغه زده کوونکې به په ښوونځي کې د اوبو له زېرمې څخه د اوبو له څښلو وروسته مسمومې شوې وي.
خو د تخار د پوهنې ریاست ویاند ګل آقا دهنظري وايي، چې تر اوسه د دې نجونو د مسموم کېدو څرنګوالى نه دى معلوم خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
ده وويل چې له يادو ٤٧ کسانو ١٧ د رستاق روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او نورې د هغوى روغتيايي حالت ته په پام روغتون ته نه دې لېږدول شوي او خپلو کورونو ته تللې دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر حفیظ الله ساپي هم وويل چې تر اوسه د يادو نجونو د مسموميت لامل نه دى موندل شوى.
هغه چې نن له غرمې وروسته يې خبرې کولې وايي، چې د رستاق روغتيايي مرکز ته ١٧ مسموم شوې نجونې وروړل شوي چې له دې ډلې نورې تر درملنې وروسته رخصت شوي ، خو درې لا هم تر درملنې لاندې دي.
دى وايي چې د بستري درېيو نجونو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ نه دى.
ساپی وایي چې ټولو مسموم شويو نجونو له ګنګسيت څخه سرټکاوه او کانګې يې کولې.
د یادولو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې هر کال د تخار په بېلابېلو برخو کې ښځینه زده کوونکې مسمومې کېږي، خو تر اوسه یې کره لامل نه دی څرګند شوی.
په تېرو څو کلونو کې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن