کابل (پژواک، ٣١ ورى ٩٥): کابل کې د لوړپوړو چارواکو د ساتنې پر رياست ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې او دا مهال له ياد رياست سره د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
دغه بريد نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د ١٦ مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر ياد رياست تر سره شو.
د پژواک خبريال چې د چادونې پر مهال په سيمه کې و، وايي چاودنه ډېره درنه وه او ده په چادونه کې د وژل شويو شاوخوا شپږو تنو مړي او نږدې شل ټپيان ليدلي دي.
هغه وايي، دا مهال سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده، خو له سيمې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد بريد ځانمرګى و او د پل محمودخان په سيمه کې شوى دى.
هغه وايي بريد مرګ ژوبله لري خو دا مهال يې کره شمېره ورسره نشته.
يوه بله امنيتي سرچينه وايي چې دغه بريد د لوړو پوړو چارواکو د ساتنې پر رياست شوى او دا مهال په ياد رياست کې له بريدګرو سره نښته روانه ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي دغه بريد څرګندوي چې د دولت وسله والو مخالفينو ماتې خوړلې او له امنيتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن