جلال اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۵): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې په جلال اباد ښار کې د غلاوو او تښتونو پېښې ډېرې شوې دي.
له موټرو او لارو له لاسونو د موبايلونو تښتول، له هټيو او فترونو غلاووې هغه پېښې دي چې ښاريان يې پر ډېروالي اندېښمن شوي دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ډاکټرناصرکامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې دا پېښې ډېرې شوې؛ خو د مخنيوي هڅه يې کمزورې دي.
کامه وال وايي: ((موږ په دې تړاو له امنيتي چارواکو سره غونډې کړې او د خلکو اندېښنې مو ورسره شريکې کړې، خو لا هم خلک په ښار کې له غلاوو شکايت لري.))
د هغه په وينا، سيمه ييزه اداره بايد د دې غلاوو مخه ونيسي.
د ولايتي شورا بل غړي سهراب قادري پژواک ته وويل: ((د غلاوو له امله هټيوال وختي هټۍ بندوي او خلک هڅه کوي چې ماښام وختي کور ته ولاړ شي.))
د نوموړي په وينا غله په لارو کې له وسله او چاقوګانو سره راووځي او لاروي لوټي.
قادري پوليس ګرموي چې ګواکي نه شي کولی د دې پېښو مخه ونيسي؛ ځکه د ده په خبره په دې تړاو يې څو ځله ورسره د ولسونو اندېښنې شريکې کړي دي.
د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري تاييد کړه چې په جلال اباد ښار کې غلاوو پېښې ډېر شوي؛ خو يادونه يې وکړه دا ستونزې په نورو ولايتونو کې هم ډېرې دي.
هغه له پژواک سره په خبرو کې هيله وښوده، چې خلک دې په دې مسئله کې له پوليسو سره همکاري وکړي.
د ژوند خيريه ټولنې مشر او ژورنالېست اکرام الله اکرام بيا پژواک ته وويل: ((کابو ۱۵ ورځې مخکې د ښار لومړۍ امنيتي حوزې ته څېرمه زما له دفتر د ورځې له خوا غلا شوې.))
د اکرام په وينا، د ورځې نهه بجې غله د ده دفتر ته ورغلي او د کمپيوټرو په ګډون يې ترې ژورناليستيک کاري وسايل غلا کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن