ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې چاودنې نهه تنه ټپيان کړل

author avatar
20 Apr 2016 - 17:16
author avatar
20 Apr 2016 - 17:16

جلال اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۵): د ننګرهار د مرکز جلال اباد د لغمان اډې په ساحه  کې شوې چاودنې نهه ملکي کسان ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، دا چاودنه نن مازديګر شاوخوا پنځه بجې د هډې اخونزاده په سيمه کې شوې ده.

د والي وياند وايي: ((د هډې اخندزاده سيمه کې يو تن موټرسايکل سپور چې له سيمې تېرېده، چاودنه يې کړې، دې پېښه کې اته ملکي کسان ټپيان شوي دي.))

هغه زياتوي، د پېښې د څرنګوالي په تړاو دقيق معلومات نشته، خو داسې فکر کېږي چې چاودېدونکي توکي په موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي وو.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال بيا پژواک اژانس ته وويل چې د لغمان اډې په سيمه کې د لاسي بم چاودنې نهه کسان ټپيان کړي دي.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې شپږ کسان تر درملنې وروسته رخصت شوي او درې نور لا تر درملنې لاندې دي.

د شمس الرحمن په نوم د لغمان اډې يوه هټۍ وال پژواک ته وويل، اډې ته څېرمه د ناپېژاندو کسانو له لوري لاسي بم غورځول شوى او څو تنه يې ټپيان کړي دي.

ده زياته کړه، د پېښې له سيمې څو ټپيان روغتون ته انتقال شول چې ښايي ملکي لاروي به وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.