کابل (پژواک، د غویي لومړۍ ۹۵): د افغانستان مشرانو جرګې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مسوولین او ملي لوبغاړي په نړیواله کچه د بې مخینې لاسته راوړنو له امله تقدیر کړل.
په دغه غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس نسیم الله دانش، اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي، د اجراییوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ونډه درلودله.
دمشرانو جرګې دوهم مرستیال انجنیر حسیب الله کلیمزي، د دارالانشاء لوی رییس انجنیر سید حفیظ الله هاشمي، د مشرانو جرګې عامه هوساینې رییس سناتور نثار احمد حارث او د مجلس یو شمیر نورو سناتورانو د کرکټ بورډ مسوولینو او ملي لوبډلې کوربه توب وکړ.
د مشرانو جرګې د دارالانشاء عمومي رییس انجنیر سید حفیظ الله هاشمي په پیل کې د کرکټ بورډ مسوولینو او ملي لوبغاړو هرکلی وکړ، د کرکټ ملي لوبغاړو لاسته راوړنې یې په ملي او نړیواله کچه بې سارې وبللې او په نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې یې د ملي لوبډلې بریاوې د ټول ولس ویاړ وبللې.
هاشمي د ملي لوبډلې ترشاه د کرکټ بورډ مسوولینو غوره مدیریت حیاتي او اغېزمن وباله او د کرکټ د بریالۍ ادارې له مشرانو او لوبغاړو مننه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش د مشرانو جرګې له مشرتابه او ټولو غړو مننه وکړه او ویې ویل چې، د کرکټ اداره او لوبغاړي تل د مشرانو جرګې مشرتابه او غړو لخوا تقدیر شوي دي او د کرکټ د ادارې هر غړی یې منندویي کوي.
هغه زیاته کړه، : ((موږ پرمخ روان یو، د ولس او مشرانو ملاتړ زموږ حوصلې لوړوي.))
اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي هم د مشرانو جرګې له هڅونې مننه وکړه او ویې ویل، چې کرکټ په افغانستان کې د خپل ۱۳ کلن تاریخ په اوږدو نن له نویو لارو تیریږي.
د نوموړي په وینا : ((خپل پلانونه په اغېزمن ډول پلي کوو، بریاوې راوړو او د ولس لخوا هڅول کیږو.))
ستانکزي وویل چې، سنا مجلس تل د کرکټ ملا تړلې او د وی یې د زړه له کومې مننه کوو.
د غونډې په پای کې د مشرانو جرګې د غړو له لوري د کرکټ بورډ پر مسئولینو او ملي لوبغاړو ستاینلیکونه او مډالونه وویشل شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن