ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د افغانستان او ايران د صنايعو ګډ نندارتون جوړېږي

په کندهار کې د افغانستان او ايران د صنايعو ګډ نندارتون جوړېږي

author avatar
20 Apr 2016 - 19:57
په کندهار کې د افغانستان او ايران د صنايعو ګډ نندارتون جوړېږي
author avatar
20 Apr 2016 - 19:57

کندهار (پژواک د غويي لومړۍ نېټه ٩٥): د ايران سفير په کندهار کې له سوداګرو او سيمه ييزو چارواکو سره په يوه غونډه کې خبر ورکړ چې د ايران او افغانستان د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په موخه به په دې ولايت کې د دواړو هېوادونو د صنايعو ګډ نندارتون جوړوي.

په افغانستان کې د ايران سفير محمد رضا بهرامي چې تېره ورځ کندهار ته راغلى و، د خپل سفر په دويمه ورځ يې د کندهار په سوداګرۍ خونه کې له سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.

هغه وويل، ايران له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو پراختيا ته ځانګړې پاملرنه لري او په همدې بنسټ يې خپلو ټولو کونسلګريو ته امر کړى، چې افغان سوداګرو ته له قيد او شرط پرته اوږدمهالې ويزې ورکړي.

بهرامي يادونه وکړه چې د ايران او افغانستان تر منځ په اوسني تجارت کې بيلانس نشته، ځکه افغانستان ته د ايران صادرات زيات او برعکس ايران ته له افغانستان څخه واردات کم دي.

دى وايي، په همدې بنسټ اړتيا ليدل کېږي چې د دوړاو هېوادونو تر منځ د سوداګريز بيلانس ساتلو لپاره کار وشي.

هغه کندهاري سوداګرو ته دا هم وويل چې ايران هڅه کوي د خپلو صنايعو د توليد کرښې افغانستان ته را ولېږدوي او هغه داسې چې ايران به په راتلونکې کې افغانستان ته د توکو پر ځاى مشينري راوړي او ايراني پانګه وال به هڅوي چې دغلته صنعتي فابريکې جوړې کړي.

نوموړي دغه راز له سوداګرو سره ژمنه وکړه چې ايران چمتو دى له افغانستان سره د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړي، څو د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي او د اقتصادي اړيکو د پراختيا او پياوړتيا لپاره کار وکړي.

بهرامي دغه راز خبر ورکړ چې په کندهار کې به د ايران او افغانستان د صنايعو ګډ نندارتون هم جوړ شي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو تر منځ به اړيکې جوړې شي.

د کندهار سوداګرو د دوړاو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړيکو د ودې په برخه کې د ايران له هڅو مننه وکړه.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي نصر الله زهير وويل، په دې وروستيو کې سوداګرو ته د ويزې ورکولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې، خو لا هم افغان سوداګر د خپلو سوداګريزو مالونو د راوړلو پر مهال په ايران کې له ستونزو سره مخامخ کېږي.

هغه زياته کړه، ځينې وختونه په ايران کې د افغان سوداګرو مالونه په يوه او بله بهانه ځنډول کېږي او په دې توګه سوداګرو ته زيان اوړي چې دغه ستونزه بايد هواره شي.

دغه راز هغه د ايران له سفير څخه وغوښتل چې ايراني سوداګر او پانګه وال دې د کندهار له سوداګرو او پانګه والو سره په دې ولايت کې د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.