ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان او ميدان وردګو سلګونو تنو د کابل د وروستۍ پېښې د ټپيانو لپاره وينه ورکړه

د بدخشان او ميدان وردګو سلګونو تنو د کابل د وروستۍ پېښې د ټپيانو لپاره وينه ورکړه

author avatar
21 Apr 2016 - 17:11
د بدخشان او ميدان وردګو سلګونو تنو د کابل د وروستۍ پېښې د ټپيانو لپاره وينه ورکړه
author avatar
21 Apr 2016 - 17:11

کابل، فيض اباد (پژواک ٢ غويى ٩٥): په بدخشان او ميدان وردګو ولايتونو کې سلګونو کسانو د کابل د وروستۍ پېښې د ټپيانو لپاره وينه ورکړه.

دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د پل محمود خان په سيمه کې د مهمو کسانو د ساتنې پر رياست د وسله والو طالبانو له خوا د موټربم بريد وشو، چې له امله يې ٦٤ کسان ووژل شول او ٣٤٧ نور ټپيان شول.

د بدخشان په فيض اباد ښار کې د دې پېښې ټپيانو ته د وينې ورکولو کمپاين ترسره شو، چې په ترڅ کې يې لس زره سي سي وينه راټوله شوه.

د دې ولايت د عامې روغتيا رييس محمد نور خاورې، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې کمپاين کې د والي، مرستيال والي، د دولتي ادارو رييسانو، مدني فعالانو او محصلينو په ګډون ٢٠٠ تنو اخيستې وه.

له بلې خوا د ميدان وردګو ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وينې ورکړې په دې کمپاين کې د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، د ولايتي شورا او مدني ټولنو استازو ګډون کړى و.

سرچينه زياتوي، د دې کمپاين په ترڅ کې سلګونه لېتره وينه ټوله شوه، چې د کابل د وروستۍ پېښې ټپيانو ته به و لېږدول شي.

پرون هم په ځينو ولايتونو کې سلګونو کسانو د يادې پېښې ټپيانو ته وينه ورکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.