ميمنه (پژواک، ٢ غويى ٩٥): د فارياب ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ميمنې ښار د يوې خاورينې غونډۍ د ښويېدو له امله دوه ماشومان له منځه تللي او يو بل ژوبل شوى دى.
د فارياب د پوليسو وياند دويم څارن محمد کريم يورش پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د ميمنې ښار د اتمې ناحيې اړوند په بي بي ايينه کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، دا ماشومان چې ١٠ او ١٥ کاله عمرونه يې درلودل، هغه مهال ورته مرګ ژوبله واوښته چې د غونډې په لمن کې يې لوبې کولې او غونډۍ د سيمې د اوسېدونکو د کيندنو او باران ورېدو له امله پرې را وښويېده او ماشومان تر خاورو لاندې شول.
د فارياب د عامې روغتيا مشر ډاکټر معروف ثمر هم وايي چې يو مړى او دوه ټپيان د افغان ترک روغتون بېړڼي واټ ته لېږدول شوي چې يو يې د سختو ټپونو له امله مړ شوى دى.
د نوموړي په خبره، د بل ټپي شوي ماشوم روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن