لښکرګاه (پژواک، ۲ غويى ۹۵): هلمند د پنځو ولايتونو تر منځ د فوټبال سياليو په پايلوبه کې کندهار ته په ماتې ورکولو سره اتلولي وګټله.
د هلمند د لوبو امر غلام غوث داوري د غويي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبې دوه اونۍ مخکې د لښکرګاه په کرزي لوبغالي کې پيل شوې وې.
هغه زياته کړه چې په دې سياليو کې د هلمند پر دوو لوبـډلو سربېره د کندهار، زابل، فراه او نيمروز ولايتونو لوبډلو برخه اخيستې وه.
داوري وايي چې د سياليو پايلوبې ته د هلمند هارون پوپل او د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ لوبډلو لاره پيدا کړې وه چې د هارون پوپل لوبډلې درې پر صفر دا لوبه وګټله او لومړى مقام يې خپل کړ.
د نوموړي په وينا، دا لوبې د قومونو د يووالي، سولې او امنيت او له نشه يي توکه سره د مبارزې په موخه په لاره اچول شوې وې او لګښت يې يوه ملي سوداګر هارون پوپل ورکړى و.
په پاى کې ګټونکې لوبډلې او لوبغاړو ته جايزې او تقديرنامې ورکړل شوې، د هلمند والي حيات الله حيات چې هغه هم د پاى لوبې نندارې ته راغلى و، له ټولو لوبډلو سره د مرستې ژمنه وکړه او ويې ويل چې ستونزو ته به يې د حل لاره پيدا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن