ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د غوړو بيه لوړه شوې

په کابل ښار کې د غوړو بيه لوړه شوې

author avatar
21 Apr 2016 - 13:52
په کابل ښار کې د غوړو بيه لوړه شوې
author avatar
21 Apr 2016 - 13:52

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٥): په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د غوړو بيه لوړه شوې، خو د ډېزل تېلو بيه ټېټه شوې او نور لومړني توکي پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه لېتر ډېزلو بيه ٣٢ افغانۍ ده او تېره اوونۍ په ٣٤ افغانۍ پلور کېدل.

هغه زياته کړه چې د ډيزل وارداتو زياتوالى په کابل کې  د دغو تېلو د بيو د ټېټيدو سبب شوى.

خو نوموړى وايي چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د يو لېتر پټرولو بيه ٤١ افغانۍ ده.

د اوبلن ګاز په بيه کې هم بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د کلوله پشتې يوه ګاز پلورنکي محمدشريف وويل چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د يو کيلو ګاز بيه ٤٠ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو په بيو کې يواځې د غوړو بيه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ١٦ لېتره مومن غوړيو عمده پلور بيه له ٩٨٠ افغانيو نه ١٠٢٠ افغانيو ته  لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، په کابل کې د غوړو  بيو د لوړېدو لامل په نړيوالو بازارونو کې د غړو د بيو له لوړېدو سره تړلى دى.

خو نوموړى زياتوي چې نن هم د تېرو اوو ورځو  په څېر د لومړۍ درجه ٤٩ کيلوګرامه قزاقستاني اوړو عمده پلور بيه د ١٢٣٠ افغانۍ، د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه ١٩٢٠ افغانۍ او د ٢٥ کيلوګرامه اول سېله پاکستاني وريجو بيه ١٦٥٠ افغانۍ ده.

په ورته وخت کې د کابل ښار د منډوي يوه چاى پلورونکي احسان الله پژواک ته وويل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د يو کيلو تور افريقايي چاى عمده پلور بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يو کيلو شنه مدينه چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.