کابل (پژواک ٣ غويى ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي، په ١٢ ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې ٤٨ وسله وال مخالفين او لس تنه د ملي اردو منسوبين وژل شوي دي.
هغه خبرپاڼه چې د دې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ننګرهار، لغمان، کابل، پکتيا، کندهار، بادغيس، بغلان، بلخ، جوزجان، فارياب، کندوز او هلمند ولايتونو په ځينو ولسواليو کې تعرضي او تهاجمي عمليات ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، د عملياتو په پايله کې د کندهار په غورک ولسوالۍ کې درې تنه، د ننګرهار په غني خېلو، اچين او مهمند درې ولسواليو او د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې ٢٥ تنه او ١٣ تنه نور د کندوز په مرکز، امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو او د بغلان ولايت په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين سيمو کې وژل شوي دي.
د سرچينې په حواله، ٧ تنه مخالفين ټپيان شوي او اووه نور نيول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملياتو کې د ملي اردو ١٠ منسوبين هم وژل شوي دي.
وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن