ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په صبريو کې درې عام وګړي ووژل شول

په صبريو کې درې عام وګړي ووژل شول

author avatar
22 Apr 2016 - 10:19
په صبريو کې درې عام وګړي ووژل شول
author avatar
22 Apr 2016 - 10:19

خوست (پژواک ٣ غويى ٩٥): د خوست د صبريو ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې د ځانګړو ولايتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې درې عام وګړي وژل شوي او ٨ نور يې له ځان سره بېولې دي.

د صبريو ولسوال اغاجان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه بجه د صبريو په نورۍ کلي کې يادو ځواکونو پلټونکي عمليات کړي، چې د يوې کورنۍ درې غړي پلار، مور او لور په کې وژل شوي دي.

ده زياته کړه، دغه راز ځانګړو ځواکونو د دې کلي ٨ کسان له ځان سره ژوندي بېولي دي.

د هغه په وينا، له څه مودې راهيسې په صبريو کې د وسله والو غلو وېره ډېره شوې، کله چې دا ځواکونه کلي ته تللي، نو خلکو پرې د وسله والو غلو ګومان کړى، چې له امله يې د کليوالو او ځانګړو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

ولسوال وايي، د دې ولسوالۍ د ملي امنيت ادارې د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو دوه يا درې تنه هم وژل شوي دي.

دى زياتوي، دوى د يادې پېښې او هم د بېول شويو کسانو په اړه، چې له وسله والو سره لاس لري که نه، څېړنه کوي.

د خوست د والي وياند مبارزاحمد ځدراڼ دا عمليات تاييدوي، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه درلودل.

د نورۍ کلي يوه اوسېدونکي عبدالولي، پژواک ته وويل چې نيمه شپه يې د ډزو غږونه اورېدلي او تر سهار پورې الوتکې هم ګرځېدلې، خو سهار مهال ځانګړي ځواکونه له کلي بېرته لاړل.

هغه زياته کړه، په دې عملياتو کې يوه ماشومه هم ټپي شوې، چې ځانګړو ځواکونو له ځان سره وړې ده.

د صبريو ولسوال هم د دې نجلۍ ټپي کېدل تاييدوي.

د خوست ولايتي ځانګړو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.