لښکرګاه (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د ولسمشر سلاکار وزير له يوه بريده روغ وتلى، خو د يو قومي مشر په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال شاوخوا يوه بجه د ګرمسېر ولسوالۍ په بازار کې چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، خو نور جزئيات يې ور نه کړل.
خو د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري پژواک اژانس ته وويل چې د ولسمشر سلاکار وزير صالح محمد صفاري په دې ولسوالۍ کې تر يوې غونډې وروسته روان و چې د موټرو په کاروان کې يې چاودنه شوې ده.
د نوموړي په وينا، چاودنه د دې ولسوالۍ د قومي مشر او ټولنيزې شورا د غړي عبدالولي ضابط پر موټر شوې چې له امله يې د ضابط په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
ولسوال وايي چې امکان لري دا چاودنه ځانمرګی بريد وي، خو زياتوي چې په اړه يې پلټنې روانې دي.
عمري وويل، عيني شاهدانو ويلي چې يو ځانمرګي د بازار په منځ کې د ياد قومي مشر موټر ته ختلى او ځان ته يې چاودنه ورکړې ده.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن