ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: که پاکستان کړې ژمنې عملي  نه کړي، ډيپلوماتيک اقدامات به وکړو

ولسمشر غني: که پاکستان کړې ژمنې عملي نه کړي، ډيپلوماتيک اقدامات به وکړو

author avatar
25 Apr 2016 - 14:52
ولسمشر غني: که پاکستان کړې ژمنې عملي  نه کړي، ډيپلوماتيک اقدامات به وکړو
author avatar
25 Apr 2016 - 14:52

کابل (پژواک، ٦ غويى ٩٥): ولسمشر غني له پاکستان څخه وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، که نه افغانستان به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په مراجعې کولو سره  د هغو  مجرمينو او جنايتکارانو پر وړاندې چې لاسونه يې د افغانانو په وينو لړلي، د ډيپلوماتيکي جدي اقداماتو له لارې له افغانستان نه بهر اقدام وکړي.

نوموړي چې نن يې د ملي شورا د دواړو جرګو ګډې فوق العاده ناستې ته خبرې کولې، وويل چې افغان حکومت د سولې له خبرو لاس نه اخلي، خو سوله يواځې له افغاني لارو تعقيبوي او له هغوى سره سوله کوي چې جګړه نه غواړي، د افغانستان اساسي قانون مني او له ترهګرۍ سره خپله اړيکه پرې کوي.

هغه زياته کړه، موږ د قران کريم د صريح حکم مطابق حق لرو چې د باغيانو او محاربانو په مقابل کې د خپلو خلکو دفاع وکړو او باغيان په سزا ورسوو.

ده د هېواد مهمو سياسي او نظامي پېښو او وروستۍ دردناکې ترهګريزې پېښې ته په اشارې وويل، د کابل د سه شنبې ورځې پېښه د طالبانو د جنايتونو لومړى نمايش نه دى، دوى د بې ګناه خلکو د وژلو، د خلکو د ازاديو د سلبولو او ظلمونو بې انتها داستان لري، چې د اسلام مبين دين او زموږ په ملي فرهنګ کې يې بېلګه نه ده ليدل شوې.

نوموړي وويل، ترهګر د بې ګناه خلکو د وينې بهونې ته هوسېږي او د بې ګناه هېوادوالو د جسدونو له ټوټه ټوټه کېدو خوند اخلي، خو د دوى د دغې رويې برخلاف د دې ملت ګڼ شمېر اصيل بچيان په لنډ وخت کې روغتونونو ته لاړل او په ټول هېواد کې يې ټپي  هېوادوالو ته د ميليونونه سي سي وينې په ورکولو سره خپل يووالى او پيوستون وښوده او له ترهګرو ډلو يې کرکه څرګنده کړه.

د ده په وينا، دغه جنايتکاران د علم طالبان نه دي، بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مشروع دولت پر خلاف راپاڅېدلي باغيان او محاربان دي.

غني وويل، په پېښور او کوټه کې د طالبانو د ډلې رهبري د داسې غلام صفته او وطن دښمنو کسانو په لاس کې ده، چې د خپلو وطنوالو وينې بهوي او د افغانستان د خلکو له بربادۍ او تباهۍ خوند اخلي.

نوموړي زياته کړه، زموږ د ملت دښمنانو غوښتل چې د وېرې او وحشت په خپرولو سره د افغانستان دولت مجبور کړي چې اضطراري حالت اعلان کړي، خو په دې نه پوهېدل او نه پوهېږي چې افغانان د وارخطا کېدو او مضطرب کېدلو خلک نه دي. د افغان روح اضطرار نه مني او موږ به هېڅ وخت هغه ازادۍ محدودې نه کړو چې خپل اساسي قانون راکړې دي.

اشرف غني وايي: "نن غواړم دا خبره واضح کړم چې موږ له پاکستانه دا توقع نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي، خو له پاکستانيانو غواړو چې په څلور اړخيزه توافقنامه کې په خپلو ژمنو ودرېږي."

هغه د قراني ارشاداتو مطابق سوله غوره وبلله او ويې ويل، د سولې له هڅو لاس نه اخلو، خو دا سوله به يواځې له افغاني لارو تعقيبوو او د افغانستان دولت به له هغو کسانو سره سوله کوي چې جنګ او شر نه غواړي،  د افغانستان اساسي قانون مني او له ترهګرۍ سره کاملا رابطه غوڅوي.

د ده په خبره، زموږ د امنيتي او دفاعي ځواکونو هرکلى داسې و  چې له دښمن سره د دوى د نښتې پرمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې حتى د کورونو مېرمنو زموږ سرتېرو ته په رضاکارانه توګه ډوډۍ او خواړه ورسول. د هغو جاهلانو ظلمونه لا د دې خاورې د پتمنو مېرمنو په ياد دي او دغه ډلې په هېڅ صورت د زغم وړ نه بولي. 

ولسمشر د افغانستان د خلکو په يووالي ټينګار وکړ او ويې ويل، تاريخ شاهد دى، موږ تل د خپل يووالي په ساتلو توانېدلي يو. د نړۍ ځواکمن جنګي ځواکونه هم زموږ پر وړاندې په ګونډو شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.