ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې د ملي پيوستون ادارې ودانۍ جوړه شو

په لغمان کې د ملي پيوستون ادارې ودانۍ جوړه شو

author avatar
25 Apr 2016 - 15:08
په لغمان کې د ملي پيوستون ادارې ودانۍ جوړه شو
author avatar
25 Apr 2016 - 15:08

مهترلام ، لښکرګاه (پژواک، ٦ غويى ٩٥): په لغمان ولايت کې د ملي پيوستون لخوا يوه پروژه ګتې اخيستنې ته وسپارل شوه او په هلمند ولايت کې ديوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د يوه ښوونځي د بنست ډبره کېښودل شوه، چې په يوه کال کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

 د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر پژواک اژانس ته وويل، دغه ودانۍ د لښکرګاه اړونده بُست کلا سره نږدې د ماليې وزارت له احتياطي بوديجې څخه د څلور نيم ميليونه افغانيو په لګښت  جوړېږي.

هغه زياته کړه چې ددې ښوونځي زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي او تېر کال يې يواځې تشنابونه جوړ شوي وو.

د نوموړي په وينا، اوسمهال په دې ښوونځي کې په  دوه وختونو کې ۵۰۰  تنه زده کوونکي زده کړې کوي، خو  په پام کې ده چې په نوې ودانۍکې  ٧٥٠ زده کوونکي ځاى شي.

د هلمند والي حيات الله حيات د سيمې له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې له ښوونځي څخه  ساتنه وکړي او خپل اولادونه د زده کړو په موخه ښوونځيو ته ولېږي.

د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې د ملي پيوستون ادارې ودانۍ جوړه  او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ددې پروژې د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ياده ودانۍ دکليو پراختيا وزارت لخوا په درېيو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده .

هغه زياته کړه، چې پر دې ودانۍ شاوخوا ۱۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې يې په يو کال کې بشپړې شوې دي.

والي وويل چې په دغه ودانۍ کې يو مېلمستون، ١٧ اداري خونې، يو پخلنځی  او دهليز لري.

د يادونې ده چې تر اوسه د ملي پيوستون ادارې په شخصي کورونو کې خپلې چارې پرمخ وړلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.