ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ننګرهار کې له کوکنارو د حاصل ټولو پروسه پيل شوې”

“ننګرهار کې له کوکنارو د حاصل ټولو پروسه پيل شوې”

author avatar
26 Apr 2016 - 16:31
“ننګرهار کې له کوکنارو د حاصل ټولو پروسه پيل شوې”
author avatar
26 Apr 2016 - 16:31

جلال اباد (پژواک، ۷ غويی ۹۵): د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې د کوکنارو له فصلونو د حاصل ټولولو پروسه پيل شوې، خو حکومت يې د اړولو کمپاين نه دی پيل کړی.

په ننګرهار کې تېر کال په ۱۰۱۷ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې شاوخوا ۵۰۰ جريبه يې د حکومت له لوري واړول شول.

روان کال په دغه ولايت کې د کرل شوو کوکنارو سروې نه معلومه شوې، خو وېل کېږي چې د تېر په پرتله به ډېر کرل شوي وي.

"دره نور" او "سره رود" هغه ولسوالۍ دي چې تر دې مخکې په کې کوکنار نه کرل کېدل؛ خو سږ کال يې ځينو بزګرو کوکنار کرلي دي.

احمدالله د سره رود ولسوالۍ په يوه لري پراته "ککړک" کې پر خپله ځمکه کوکنار کرلي او رمبې په لاس يې حاصل ټولوي.

احمدالله له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل: ((په نورو سيمو کې کنار کرل کېږي؛ خو حکومت يې نه اړوي، ما هم د لومړي ځل لپاره وکرل، خلک وايي چې ګټه يې ډېره ده.))

هغه مني چې کوکنار کرل د اسلام او افغان قوانينو پر خلاف کار دی؛ خو هممهال تورنوي چې ګواکې په دې تړاو غوڅه پاليسي نه لري.

له نوموړي وپوښتل شو چې څه ډول پاليسي بايد ولري: ((وروره! حکومت د کوکنارو پر ضد مبارزه کې هسې ټوکې او نمايشي کارونه کوي.))

حميدالله د ننګرهار د يوې بلې ولسوالۍ بزګر دی، چې پر خپله پنځه جريبه ځمکه يې کوکنار کرلي او نن سبا يې افيم ټولي.

حميد د قومي تړې پر بنسټ نه غواړي سيمه يې د کوکنارو په مسئله کې رسنيزه شي.

هغه پژواک ته وويل: ((په غله دانه ژوند چلېدل ګران شوي، که د افغان دولت او نړيوالې ټولنې مخ مرستو ته را وانه وړي نو نور خلک به هم کوکنار وکري.))

د ده په خبره، په تېرو کلونو کې هغسې چې تمه وه له بزګرو سره مرستې ونه شوې او په دې برخه کې د نړيوالې مرستې د ده په ټکو د اړوند ادارو د ځينو چارواکو تر منځ حيف ميل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.