ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان : د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل يواځې زموږ مسووليت نه دى

پاکستان : د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل يواځې زموږ مسووليت نه دى

author avatar
26 Apr 2016 - 15:30
پاکستان : د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل يواځې زموږ مسووليت نه دى
author avatar
26 Apr 2016 - 15:30

کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٥): پاکستان  د ولسمشر غني د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل يواځې د دوى مسووليت نه دى.

ولسمشر اشرف غني پرون د ملي شورا ګډې غونډې ته په وينا کې د جګړې او سولې په اړه د افغانستان د دولت دريځ روښانه کړ.

ولسمشر زياته کړه ، پاکستان چې د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو کومې ژمنې کړې وې او په هغه کې پاتې راغلى نو پاکستان دې د سولې څلور اړخيزو ناستو کې هغه ژمنه عملي کړي، چې که طالبان د سولې خبرو ته رانشي، نو وبه ځپل شي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د سولې خبرو ته د طالبانو راوستل يواځې د دوى مسووليت نه دى.

د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا د غويي په ٧مه، په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې دوى د ترهګرو ډلو ترمنځ هېڅ ډول توپير نه کوي او زياته يې کړه چې پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه او پرضد يې د مبارزې ټينګار کوي.

د يادونې ده  چې پاکستانيو چارواکو پخوا ويلي وو چې دوى ښه او بد طالبان لري ،د ښو پر ضد به اقدامات نه کوي.

خو ولسمشر غني پرون په تونده لهجه دغه خبره رد کړه او ويې ويل چې د ښو او بدو وسله والو ترمنځ بايد توپير ونه شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره څلور اړخيز ګروپ په ګډه کار کوي او پاکستان په ځانګړې توګه د افغان سولې لپاره هلې ځلې کوي، ځکه چې له تشدد او وينې تويېدنې سره سوله نه راځي.

ولسمشر اشرف غني پرون په خپلو خبرو کې له پاکستانه غوښتي و چې د سولې پر ځاى دې ځينې طالب وسله والې ډلې وځپي.

اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې يوه اونۍ مخکې په کابل کې ديوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ٦٤ هېوادوال ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول.

بلخوا بي بي سي خبر ورکړى  چې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د قطر دفتر دوه کسيز پلاوى پاکستان ته رسېدلى دى.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه بې خبري ښودلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.