ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په څلورو مياشتو کې د پکتيکا لپاره درېيم امنيه قوماندان وټاکل شو

په څلورو مياشتو کې د پکتيکا لپاره درېيم امنيه قوماندان وټاکل شو

author avatar
26 Apr 2016 - 15:24
په څلورو مياشتو کې د پکتيکا لپاره درېيم امنيه قوماندان وټاکل شو
author avatar
26 Apr 2016 - 15:24

ښرنه (پژواک، ٧ غويى ٩٥): په تېرو څلور مياشتو کې د پکتيکا لپاره ټاکل شوي درېیم نوي قوماندان ژمنه وکړه چې له خپل نفوذه په ګټې اخيستنې به د دغه ولايت په امنيت کې مهم رول ترسره کړي.

مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د پکتيکا ولايت لپاره د نوي قوماندان او عبدالرووف د امنيت امر په توګه ټاکل شوي دي.

دا په تېرو څلورو مياشتو کې درېيم قوماندان دی چې په دغه ولايت کې له يو مياشتي دندې اجرا کولو وروسته بدلېږي.

د پکتيکا والي امين الله شارق د غويي په ٧مه د نوي امنيه قوماندان د معرفي کولو په مراسمو کې د پخواني امنيه قوماندان زړور زاهد او د دغه ولايت د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحميزي د هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغوى د دغه ولايت د امنيت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

هغه زياته کړه چې نوی امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ  له دې وړاندې هم په دغه ولايت کې پنځه کاله دنده کړې او له خلکو سره یې له نږدې پېژني.

والي وويل چې نوى امنيه قوماندان به د خپل نفوذ په مرسته د امنيت په ټينګښت کې ښه رول ولوبوي.

نوي امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان وويل چې له دې وړاندې يې هم په دغه ولايت کې قومانداني کړې، له تېري تجربې څخه په ګټې اخيستنې به د امنيت په ټينګښت او له اداري فساد سره په مبارزه کې کوټلي اقدامات وکړي.

هغه زياته کړه، په دغه ولايت کې له خلکو سره له نږدې پېژندګلوي لري او خلک له دولت سره همکار دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.