ښرنه (پژواک، ٩ غويى ٩٥) : د پکتيکا ولايت د والي د وياند نبي الله پيرخېل پلار او قومي مشر حاجي ميرزا احمد د مقناطيسي ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د پکتيکا والي امين الله شارق د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د غزني ولايت په ښار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناپېژندو وسله والو د هغه پر موټر پسې مقناطيسي ماين نښلولى و، چې د چاودنې له امله نوموړى ووژل شو او د کورنۍ دوه غړي يې ژوبل شوي دي.
د والي په وينا، ميرزا احمد د غزني ولايت د پښتنو د سراسري شورا مرستيال و، چې د هېواد او سيمې د دښمنانو له لوري په غزني ښار کې ووژل شو.
شارق د نوموړي پر وژنه خواشيني څرګنده کړه او دا يې يو نه بښوونکی جنايت وباله.
د غزني ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فهيم اميري پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ په غزني ښار کې د يوې چاودنې له امله يو قومي مشر وژل شوى او د هغه د کورنۍ دوه غړي ټپيان شوي دي.
د غزني د ولايتي رغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې له يادې چاودنې وروسته ورته يو جسد او دوه تنه په ټپي حالت کې وروړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړدی.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې قومي مشر د وژلو مسووليت نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن