ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په چهاردره کې سخته نښته روانه ده

د کندوز په چهاردره کې سخته نښته روانه ده

author avatar
28 Apr 2016 - 16:12
د کندوز په چهاردره کې سخته نښته روانه ده
author avatar
28 Apr 2016 - 16:12

کندوز (پژواک، ٩ غويى ٩٥): د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو پر مهال شا وخوا ٢٠ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې  ټپيان او نيول شوي دي.

د امنيتي ځواکونو د ځانګړو قطعو وياند احمد جاوېد سليمي وويل، چې د ځانګړو امنيتي ځواکونو عمليات نن سهار شا وخوا درې بجې د کندوز چهاردرې ولسوالۍ د حاجي امان په کلي کې پيل شول چې تر اوسه د يادو عملياتو په ترڅ کې ٢٠ طالبان وژل شوي  او يو شمېر نور يې ټپيان او نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې يو رينجر موټر هم چې د کندوز په سقوط کې د طالبانو لاس ته ورغلى و، له يو شمېر بېلابېل ډوله وسلو سره يو ځاى د امنيتي ځواکونو له لوري ضبط شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ هم وويل، چې د ملي اردو د کومانډو قطعو او ملي پوليسو د ځانګړو قطعو ګډ عمليات چې د چهاردرې ولسوالۍ په يو شمېر کليو کې پيل شوي وو، تر اوسه پورې دوام لري.

د هغه په وينا، د يادو عملياتو په پايله کې قوماندان شاه ولي چې په ځدراڼ مشهور و او دغه راز د قوماندان مشفق سربېره ١٩ نور وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان او نيول شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندان وويل، چې عمليات په ډېره چټکه توګه روان دي او ځانګړو ځواکونو د پام وړ پرمخګ کړى دى.

د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شير عزيز کامه وال وويل چې وسله وال مخالفين د ښځو له جامو څخه په ګټې د تېښتې په حال کې دي، خو امنيتي کمربندونه جوړ شوي او وسله وال مخالفين به په تېښته بريالي نه شي.

 د چهاردرې ولسوالۍ د حاجي امان کلي يوه اوسېدونکي سپين ګل وويل، چې دغه عمليات نن سهار پيل شوي او تر اوسه پورې لسګونه کورنۍ له يادې سيمې څخه کډه شوې دي.

 خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کندوز چهاردرې ولسوالۍ نښته تر اوسه پورې روانه ده او تر اوسه پورې يې لسګونه بهرني او کورني سرتېري وژلي دي.

 هغه زياته کړه چې د دولتي او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي  وګړي وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.