جلال اباد (پژواک، ٩ غويى ٩٥) : د ننګرهار ولايت له جلال اباد ښار څخه د يوې بهرنۍ موسسې بهرنۍ مېرمن تښتول شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې مېرمنې د ډاکار په نامه له يوې بهرنۍ موسسې سره کار کاوه .
ده زياته کړه، چې ياده ميرمن له کابل څخه راغلې وه او د جلال اباد په سپين غر هوتل کې مېشته وه، خو تېره ورځ ناوخته پرته له دې چې امنيتي ځواکونه په جريان کې کړي، د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې خپل سيمه ييز دفتر ته تللې وه.
د والي وياند وويل، چې نن سهار په پوځي يونيفورم کې يو شمېر وسله وال د یادې جامو ګنډلو موسسې سيمه ييز دفتر ته ورغلي او هغه يې په داسې حال کې له دفتره وېستلې او تښتولې، چې نور کارکوونکي ترې نه دي خبر شوي.
خوږياڼى وايي، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن