ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: کاپيسا او لوګر کې ١٧ وسله وال وژل شوي

چارواکي: کاپيسا او لوګر کې ١٧ وسله وال وژل شوي

author avatar
28 Apr 2016 - 11:47
چارواکي: کاپيسا او لوګر کې ١٧ وسله وال وژل شوي
author avatar
28 Apr 2016 - 11:47

محمود راقي، پل علم (پژواک، ٩ غويى ٩٥):چارواکي وايي چې د کاپيسا او لوګر ولايتونو په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې ١٧ وسله وال وژل شوي دي.

د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند جګړن شيرين اقا د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو ځواکونو په ځوابي بريد کې شپږ وسله وال ووژل شول او جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې شوې دي.

نوموړي وويل، چې په دې نښته کې د اردو يو سرتېرى ټپي شوى دى.

خو د سيمې يو تن اوسېدونکى حبيب الله وايي، چې د ملي اردو پوستې اور اخيستى و او کېداى شي ملى اردو ځواکونو ته هم مرګ ژوله اوښتې وي.

دى وايي، چې جګړې دوه ساعته دوام کړى اوطالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د لوګر ولايت چارواکي وايي چې په دوو بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل، چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه په بره کي برک ولسوالۍ کې عمليات کړي، چې ديوه قوماندان په ګډون نهه وسله وال وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه، چې وژل شوى طالب قوماندان طلب الدين نومېده او د هغوى وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

د والي وياند دغه راز وويل، چې د خروار ولسوالۍ د التمور په سيمه کې دوه تنه طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.