ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا : د کندوز پر روغتون بمبار جنګي جرم نه و

امریکا : د کندوز پر روغتون بمبار جنګي جرم نه و

author avatar
29 Apr 2016 - 22:29
امریکا : د کندوز پر روغتون بمبار جنګي جرم نه و
author avatar
29 Apr 2016 - 22:29

واشنګټن (پژواک، ۱۰ غویی ۹۵): دامریکا د دفاع وزارت د افغانستان په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون  ترسره شوی بمبار جنګي جرم نه ګڼي او زیاتوي، چې دا انساني تیروتنه وه.

تیر کال د تلې د میاشتې په ۱۱مه، نیټه وروسته له هغه، چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونیولو، امریکایي، ځواکونو په دغه  ښار کې د بې پولې ډاکټرانو نړیوال تنظیم پر روغتون هوایي بمبار وکړ، چې له امله یې د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او پیوازانو په ګډون ۴۲ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شوي وو.

دامریکا د د دفاع وزارت د غویي په ۱۰مه، د یادې پېښې د څیړنو بشپړې وروستۍ پایلې اعلان کړي او ویلي یې دي، چې دا جنګي جرم نه، بلکې انساني تیروتنه وه.

د امریکاد وسله والو ځواکونو دمرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف وټیل په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې ځواکونو یې دکندوز د عملیاتو پر مهال د عملیاتو قوانینو باندې عمل نه و کړی.

خو هغه زیاته کړه، چې د ځواکونو دغه کړنه یې جنګي جرم نه شمیرل کیږي.

ده ویلي : (( په یادو عملیاتو کې برخه اخیستونکو ځواکونو نه پوهیدل، چې اړونده ودانۍ کې روغتون دی.)

دغه جنرال ویلي، چې په یاده پېښه د هر وژل شوي تن کورنۍ ته ۶ شپږ زره ډالر او ټپي ته درې زره امریکایي ډالر وکړل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د بې پوله ډاکټرانو روغتون د بیارغونې لپاره  ۵،۷ میلیونه ډالره منظور شوي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ققوماندان وویل، چې په یاده پېښه کې د دوو لوړ پوړو افسرانو په ګډون ١٦ سرتیرو تیروتنه کړې وه، چې دسپلیني سزا به ورکول کیږي.

 د امریکا دقانون له مخې له دندې ګوښه کیدل، غیر حاضر کیدل او یا کسر معاش کول، په دسپلیني سزا کیږي.

پر کندوز روغتون د امریکا برید په نړیواله کچه غندل شوی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.