ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د يوې بهرنۍ مېرمنې د تښتولو په تور اته تنه ونيول شول

جلال اباد کې د يوې بهرنۍ مېرمنې د تښتولو په تور اته تنه ونيول شول

author avatar
29 Apr 2016 - 16:16
جلال اباد کې د يوې بهرنۍ مېرمنې د تښتولو په تور اته تنه ونيول شول
author avatar
29 Apr 2016 - 16:16

جلال اباد (پژواک، ١٠ غويى ٩٥) : د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د يوې استرليايۍ مېرمنې د تښتولو په تور اته تنه نيول شوي دي .

دغه مېرمن تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د ناپېژانده وسله والو لخوا وتښتول شوه .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ددغې استرليايۍ مېرمنې د تښتونې په تور په جلال اباد ښار کې د ګلدوزۍ د يوه دفتر اته کارکوونکي نيول شوي دي.

ده وويل ، ګومان کيږي له کومه ځايه چې دا مېرمن تښتول شوې نو د همدې دفتر کارکوونکي به په دې پېښه کې لاس ولري .

خوږياڼي د ګلدوزۍ ددې دفتر په اړه څه ونه ويل چې يادفتر په کومې ادارې پورې اړه لري ، خو په ډاګه يې کړه چې نيول شوي کسان افغانان دي او تر څېړنو لاندې دي.

تېره ورځ داسې ويل کېدل چې دا بهرنۍ مېرمن د ډاکار موسسې اړونده وه ، خو وروسته ډاکار موسسې دا خبره رد کړه او ويې ويل چې ددوى کوم بهرنى کارمند نه دى تښتول شوى .

د يادونې ده چې  تېره ورځ د والي وياند خوږياڼي پژواک ته ويلي و چې ياده ميرمن له کابل څخه راغلې وه او د جلال اباد په سپين غر هوتل کې مېشته وه، خو پرته له دې چې امنيتي ځواکونه په جريان کې کړي، د جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کې يوه دفتر ته تللې وه ، چې له هغه ځايه وسله والو تښتولې ده .

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.