ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکونړ سيند کلنۍ مشاعره تر سره شوه

دکونړ سيند کلنۍ مشاعره تر سره شوه

author avatar
29 Apr 2016 - 14:57
دکونړ سيند کلنۍ مشاعره تر سره شوه
author avatar
29 Apr 2016 - 14:57

اسعداباد(پژواک، ١٠غويى ٩٥): شاعرانو د شعر په ژبه له چاروکو د کونړ سيند د اوبو مهارکولو او پرې د برېښنا بندونو جوړولو غوښتنه وکړه .

دغه غوښتنه دکونړ سيند کلنۍ مشاعره کې چې د دغه ولايت په مرکز اسعداباد کې تېره ورځ   دسلګونو شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون  جوړه شوې وه، وشوه.   

په دې مشاعره د کونړ والي وحيدالله کليمزي ،په علمي او ټولنيزو چاروکې د ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون،د ننګرهار، لغمان ، خوست ، کابل او پکتيا ولايتونو او يو شمېر نورو سيمو شاعرانو،ليکوالانو او ځوانانو برخه اخستې وه.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي، ليکوالان په ټولنه کې د علم او ادب خاوندان او د ټولنې روښانه څراغونه وبلل.

ده وويل، شاعران او ليکوالان  هغه څوک دي چې په خپله نرمه او خوږه ژبه ټولنې ته د يووالي، سولې، پرمختګ او  ښوونيزه  روحيه ورکوي .

والي، ليکوالان او شاعران د هېواد په پرمختګ کې ونډې اخيستو ته راوبلل او په دې برخه کې يې د دوى ونډه رغنده وګڼله .

وروسته د ولسمشر علمي او ټولنيز سلاکار ازمون د ولسمشر او د کونړ د اطلاعات او فرهنګ رييس جنت ګل فدا د اطلاعات او فرهنګ وزير پيغامونه  ولوستل، چې ترډيره په کې د شاعرانو ستاينه شوې وه.

بيا ورپسې د شعراوترنم ويلو لړۍ پيل شوه  چې ډيرو شاعرانو په کې د کونړ د څپانده سيند په اړه شعرونه ليکلي و او شاعرانو په خوږه او نرمه ژبه  له چاروکو غوښتل چې د کونړ سيند مهار او د برېښنا بندونه پرې جوړ کړي.

د يادونې ده چې د کونړ سيند کلنۍ مشاعره هر کال د سپرلي په موسم کې د کونړ په مرکز اسعد اباد کې تر سره کيږي او له دې سربېره دا مشاعر له څو کلونو راهيسې له هېواده بهر په جرمني کې د کونړ  فرهنګيانو په مشرۍ په اروپاکې کې مېشت فرهنګيان هم ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.