هرات (پژواک، ١٠ غويى ٩٥): د هرات امنيه قوماندان وايي چې ددغه ولايت د استيناف څارنوالۍ د رييس د ترور په تور يې دوه تنه نيولي دي .
د هرات د استيناف څارنوالۍ رييس سميع الدين رهين تېره ورځ خپل کور سره نږدې د موټر سايکل سپرو لخوا پر ډزو ووژل شو .
د هرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالمجيد روزي د غويي په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل د استيناف څارنوالۍ د رييس د وژونکو د نيولو په موخه عمليات ترسره او تېره شپه اته بجې دوه تنه په دې تړاو ونيول شول .
ده وويل چې پوليس ددغه ترور د ريښې د پيداکولو په هڅه کې دي، ترڅو دا معلومه کړي چې څوک په دې قضيه کې ښکېل دي .
ده وويل چې دغو دوو نيول شويو کسانو نن لس بجې د لويې څارنوالۍ او د هرات ولايت د پلاوو پر وړاندې په خپل جرم اعتراف کړى دى.
د يادونې ده چې رهين په ١٣٩٣کال کې د هرات د استيناف څارنوالۍ د رييس په توګه وټاکل شو .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن