ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيدخېل : کونړ کې د وسله والو خپلمنځي نښته کې څلور طالبان وژل شوي

author avatar
29 Apr 2016 - 11:38
author avatar
29 Apr 2016 - 11:38

اسعداباد ( پژواک، ١٠غويى ٩٥) : په کونړ کې د دولت  د وسله والو مخالفينو د دوو  ډلو    خپلمنځي نښته کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي .

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غويي په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د کونړ د مرورې ولسوالۍ د چنار په سيمه کې د تحريک طالبان وسله والې ډلې او امارت پورې اړوند د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته رامنځته شوه .

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې د امارت وسله والو طالبانو يو قوماندان شمس له درې نورو وسله والو سره وژل شوى دى .

د نوموړي په خبره، چې د تحريک طالبان وسله والې ډلې ته زيان نه دى اوښتى ، خو درې وسله وال يې په سيمه کې د ملي اردو له مېشتو سرتېرو سره يوځاى شوي دي.

  د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ياده نښته کې د شمس په نامه د سرګروپ په ګډون د څلورو خپلو وسله وال وژل مني .

هغه پژواک ته وويل چې دا نښته د طالبانو خپلمنځي نه وه ، بلکې دغه کسان د دولت لخوا دستوري راغلي وو او د دوى پر وسله والو يې بريد کړى .

د يادونې ده چې مروره ولسوالۍ د ډيورنډ له فرضي کرښې سره پر پوله پرته ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.