ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې پولې ډاکټران: د کندوز پر روغتون د بمبار په اړه خپور شوى راپور څېړو

بې پولې ډاکټران: د کندوز پر روغتون د بمبار په اړه خپور شوى راپور څېړو

author avatar
30 Apr 2016 - 17:24
بې پولې ډاکټران: د کندوز پر روغتون د بمبار په اړه خپور شوى راپور څېړو
author avatar
30 Apr 2016 - 17:24

کابل (پژواک ١١ غويى ٩٥): د بې پولو ډاکټرانو سازمان په کندوز کې د دوى پر روغتون د ترسره  شوي بمبار په اړه د امريکا له لوري د خپاره شوي راپور په غبرګون کې وايي، د دې راپور تحليل وخت ته اړتيا لري، خو غوښتنه کوي چې د بريد په اړه يواځې پر نظامي څېړنې بسنه ونه شي.

تېر کال د تلې د میاشتې په ۱۱مه، وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونیوه، امریکایي، ځواکونو په دغه  ښار کې د بې پولې ډاکټرانو نړیوال تنظیم پر روغتون بمبار وکړ، چې له امله یې د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او پیوازانو په ګډون ۴۲ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شوي وو.

د امریکا د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ، چې د افغانستان په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون  ترسره شوی بمبار جنګي جرم نه دى، بلکې دا انساني تیروتنه وه.

د امریکاد وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف وټیل په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ويلي، ځواکونو یې د کندوز د عملیاتو پر مهال د عملیاتو قوانینو باندې عمل نه و کړی، خو د ځواکونو دغه کړنه یې جنګي جرم نه شمېرل کېږي.

خو د بې پولو ډاکټرانو (ام اس ايف) سازمان له لوري پژواک خبري ژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوى به د امریکا متحده ایالتونو د راپور د تحلیل لپاره وخت ته اړتیا ولري. دوى به دا څرګنده کړي چې ایا د امریکا متحده ایالاتو راپور هغو پوښتنو ته ځواب ویلی دی، چې له بریده وروسته د اوو میاشتو لپاره بې ځوابه پاتې دي که نه؟

د بې پولو ډاکټرانو سازمان له امريکا څخه د دې پېښې د څېړنې د ترسره کولو له امله مننه کړې، خو وايي، نن ام اس اف او د روغتیایي خدمتونو نور برابرونکي موسسات د وسله والو شخړو په لومړیو کرښو کې په روغتیایي مرکزونو باندې د بریدونو شاهدان دي. دا ډول بریدونه په شخړو کې ښکېلو غاړو له لوري نه څېړل کېږي.

سرچينه کاږي، د ام اس اف غوښتنه دا ده چې دوى به د کندوز د برید په اړه یواځې پر نظامي څېړنې اکتفا ونه کړي. ام اس اف د حقیقت موندنې د نړیوال بشري کمیسیون له لوري د یوه خپلواکه او بې پرې څېړنې د ترسراوي لپاره غوښتنه کړې، خو تر اوسه دا غوښتنه بې ځوابه پاتې ده.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي ګیلم مولیني ويلي: "د نن راپور د کندوز ښار په ګڼ مېشته سیمه کې د هغو ناکنټرول شویو نظامي عملیاتو د اعتراف څرګندونه کوي، چې پر مهال یې د امریکا متحده ایالتونو ځواکونو د جګړې د اساسي قوانینو په پلي کولو کې پاتې راغللي دي."

هغه زیاته کړې: "دا د باور وړ نه ده، چې له هغو شرایطو سره سم چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري بیان شوي، برید و نه درول شو."

دى وایي: "د داسې مرګوني پېښې له درشله تېرېدل، چې په ښکاره د نړیوال بشري قوانینو له ماتولو سره برابر ده، په دې معنا نه ده چې ایا دا برید قصدي وو او که نه."

په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا متحده ایالتونو څېړنیز راپور مني چې په روغتون کې هېڅ وسله وال شتون نه درلود او د روغتون له ودانۍ څخه مرمۍ نه ویشتل کېدې.

د خبرپاڼې په حواله، په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر تروما روغتون باندې د مرګوني برید ماهیت او په افغانستان کې پر روغتیایي مرکزونو باندې دوامداره بریدونه په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو څخه په هېواد کې د روغتیایي مرکزونو د خوندي حالت د بیاځلې تاییدي غوښتنه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.