کابل (پژواک ١١ غويى ٩٥): د بې پولو ډاکټرانو سازمان په کندوز کې د دوى پر روغتون د ترسره شوي بمبار په اړه د امريکا له لوري د خپاره شوي راپور په غبرګون کې وايي، د دې راپور تحليل وخت ته اړتيا لري، خو غوښتنه کوي چې د بريد په اړه يواځې پر نظامي څېړنې بسنه ونه شي.
تېر کال د تلې د میاشتې په ۱۱مه، وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونیوه، امریکایي، ځواکونو په دغه ښار کې د بې پولې ډاکټرانو نړیوال تنظیم پر روغتون بمبار وکړ، چې له امله یې د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او پیوازانو په ګډون ۴۲ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شوي وو.
د امریکا د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ، چې د افغانستان په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون ترسره شوی بمبار جنګي جرم نه دى، بلکې دا انساني تیروتنه وه.
د امریکاد وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف وټیل په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ويلي، ځواکونو یې د کندوز د عملیاتو پر مهال د عملیاتو قوانینو باندې عمل نه و کړی، خو د ځواکونو دغه کړنه یې جنګي جرم نه شمېرل کېږي.
خو د بې پولو ډاکټرانو (ام اس ايف) سازمان له لوري پژواک خبري ژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوى به د امریکا متحده ایالتونو د راپور د تحلیل لپاره وخت ته اړتیا ولري. دوى به دا څرګنده کړي چې ایا د امریکا متحده ایالاتو راپور هغو پوښتنو ته ځواب ویلی دی، چې له بریده وروسته د اوو میاشتو لپاره بې ځوابه پاتې دي که نه؟
د بې پولو ډاکټرانو سازمان له امريکا څخه د دې پېښې د څېړنې د ترسره کولو له امله مننه کړې، خو وايي، نن ام اس اف او د روغتیایي خدمتونو نور برابرونکي موسسات د وسله والو شخړو په لومړیو کرښو کې په روغتیایي مرکزونو باندې د بریدونو شاهدان دي. دا ډول بریدونه په شخړو کې ښکېلو غاړو له لوري نه څېړل کېږي.
سرچينه کاږي، د ام اس اف غوښتنه دا ده چې دوى به د کندوز د برید په اړه یواځې پر نظامي څېړنې اکتفا ونه کړي. ام اس اف د حقیقت موندنې د نړیوال بشري کمیسیون له لوري د یوه خپلواکه او بې پرې څېړنې د ترسراوي لپاره غوښتنه کړې، خو تر اوسه دا غوښتنه بې ځوابه پاتې ده.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي ګیلم مولیني ويلي: "د نن راپور د کندوز ښار په ګڼ مېشته سیمه کې د هغو ناکنټرول شویو نظامي عملیاتو د اعتراف څرګندونه کوي، چې پر مهال یې د امریکا متحده ایالتونو ځواکونو د جګړې د اساسي قوانینو په پلي کولو کې پاتې راغللي دي."
هغه زیاته کړې: "دا د باور وړ نه ده، چې له هغو شرایطو سره سم چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري بیان شوي، برید و نه درول شو."
دى وایي: "د داسې مرګوني پېښې له درشله تېرېدل، چې په ښکاره د نړیوال بشري قوانینو له ماتولو سره برابر ده، په دې معنا نه ده چې ایا دا برید قصدي وو او که نه."
په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا متحده ایالتونو څېړنیز راپور مني چې په روغتون کې هېڅ وسله وال شتون نه درلود او د روغتون له ودانۍ څخه مرمۍ نه ویشتل کېدې.
د خبرپاڼې په حواله، په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر تروما روغتون باندې د مرګوني برید ماهیت او په افغانستان کې پر روغتیایي مرکزونو باندې دوامداره بریدونه په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو څخه په هېواد کې د روغتیایي مرکزونو د خوندي حالت د بیاځلې تاییدي غوښتنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن