پل علم (پژواک، ١١ غويى ٩٥): وسله والو طالبانو د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د انکشافي شورا مرستيال وژلى دى.
د دې ولسوالۍ ولسوال انجنير محمد رحيم امين د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون ناوخته د دې ولسوالۍ د انکشافي شورا مرستيال حاجي زلمى له بره کي راجان سيمې څخه له کوره په زور بيولی و.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو ياد قومي مشر د شپې وژلى او مړى يې نن سهار موندل شوى دى.
دى وايي چې نوموړى له تېرو پنځو کلونو راهيسې د انکشافي شورا د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله او کومه شخصي شخړه يې نه لرله.
د سيمې يوه اوسېدونکي عطاء الله پژواک اژانس ته وويل چې د حاجي زلمي مړى نن سهار په يوه باغچه کې موندل شوى دى.
هغه زياته کړه چې نوموړی قومي مشر او مخور و او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره يې جرګې کولې.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن