ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د حکومت دننه ځینې کړۍ د سولې خبرې سبوتاژ کوي”

“د حکومت دننه ځینې کړۍ د سولې خبرې سبوتاژ کوي”

author avatar
30 Apr 2016 - 16:14
“د حکومت دننه ځینې کړۍ د سولې خبرې سبوتاژ کوي”
author avatar
30 Apr 2016 - 16:14

خوست ښار (پژواک، ١١ غويى ٩٥): د خوست يو شمېر ديني عالمان او قومي مشران وايي چې د ملي يووالي حکومت په دننه کې يو شمېر کړۍ په لوی لاس د سولې خبرې د ناکامۍ لوري ته بيايي.

دغو ديني عالمانو او قومي مشرانو د غويي په ١١مه د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، که چېرې يادې کړۍ له دغه کاره لاس وانه خلي، نو ولسونه به يې پر ضد خپل غږ پورته کړي.

د مجاهدينو د سراسري شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې دغه کړۍ د خپلو ګټو په خاطر د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې دغه پروسه بريالۍ شي.

نوموړى وايي چې يادې کړۍ په دې فکر کې دي، که چېرې په هېواد کې سوله او امنيت راشي، نو هغه ګټې چې دوی يې په جنګ کې ترلاسه کوي، له لاسه به یې ورکړي.

هغه زياتوي: ((موږ په يوه اواز سره د افغانستان پر هغو کړيو باندې غږ کوو چې که چېرته د طالب، حکمتيار او د افغانستان د ټولو مرورو ډ‌لو د پخلا کولو لپاره زمينه مساعدوي او دوی په کې خنډ پيدا کړي، نو پر ضد به يې ولسونه راپورته کېږي.))

مولوي سردار ځدراڼ همدارنګه د ملي يووالي حکومت له هغې پرېکړې سره هم مخالفت څرګند کړ چې پر اعدام محکوم شوي ټول وسله وال طالبان دې ژر تر ژره اعدام کړای شي.

نوموړي زياته کړه، دا کړنه د دې پر ځای چې سوله راولي، بلکې په هېواد کې روان جنګ نور هم تودولی شي.

ده وويل: ((په پښتو کې يو متل دی چې وينه په وينه نه مينځل کېږي؛ جنګي اسيران د افغانستان له حکومت سره د طالب په نوم او يا د مخالف په نوم باندې بنديان دي، دا د دې خاورې بچيان دي، که دا خلک اعدام شي، نو پايلې به يې ډېرې بدې وي.))

قومي مشر او د مدني ټولنې يو فعال حاجي جمال تڼي يادې غونډې ته وويل چې په هېواد کې د روانو ناخوالو او ستونزو د حل لار يواځې او يواځې په سوله او ثبات پورې تړلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.