ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ښار پاکوالي او چاپېريال ساتنه کې د خلکو همکاري کمرنګه ده”

“د ښار پاکوالي او چاپېريال ساتنه کې د خلکو همکاري کمرنګه ده”

author avatar
30 Apr 2016 - 19:07
“د ښار پاکوالي او چاپېريال ساتنه کې د خلکو همکاري کمرنګه ده”
author avatar
30 Apr 2016 - 19:07

کابل (پژواک،١١ غويى ٩٥): د کابل ناحيو يو شمېر مسوولين د ښار  پاکوالي او چاپېريال ساتنه کې د خلکو رول تت بولي او وايي، د کابل ښاروالۍ له لوري د حشر ترسره کولو او چاپېريال ساتنه  کې لږ شمېر کسان برخه اخلي.

په داسې حال کې چې کابل ښار د چاپېريال ساتنې له اړخه ناسم وضعيت کې دى؛ خو د مسوولينو په وينا، چاپېريال ساتنه کې د خلکو فعال نه ګډون او د تنظيف وسايطو کمښت هغه موارد دي چې د کابل ښار چاپېريال ستونزو سره تړاو لري.

د کابل ښاروالۍ د تنظيف مشر نثاراحمد غوري وويل، د دې ترڅنګ چې کابل  ښاريان د خپلې سيمې پاکولو کې همکاري نه کوي؛ خو پر کابل ښاروالۍ هم نيوکه کوي.

نوموړي زياته کړه: "موږ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل ښار ناحيو کې حشرونه ترسره کوو؛ خو ان يو تن هم برخه نه اخلي، ځکه فرهنګ جوړونه ډېره کمزورې ده، خو د افغانستان لپاره د فرهنګ جوړولو اړتيا په برخه کې کار نه دى شوى."

د ښاروالۍ تنظيف مشر د وسايطو له کمښت څخه يادونه وکړه او دا يې په ډاګه کړه چې د ښار په تناسب ماشينري کمه ده او کابل ښاروالۍ په نسبي توګه دې ښار کې د ستونزو هوارولو ته ځواب ويلي شي، وويل: "د خځلو وړلو موټرونه لږ دي او هره ورځ د کثافاتو لېږد پرمهال له ٣٠ – ٣٥ موټرونه تخنيکي عوارض پيدا کوي.

نثاراحمد حبيبي زياته کړه چې کابل ټولو ٢٢ ناحيو کې ٤٦٠٠ خځلنۍ شته؛ په داسې حال کې چې کابل ښار د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت ١٣٥زرو  خځلنيو ته اړتيا لري.

د تنظيف مشر همداراز وويل چې د ښاروالۍ کاري پلان له مخې، هغوى خځلې د شپې مهال له کابل ښار څخه لېږدوي؛ خو يو شمېر خلک د چاپېريال ساتنې په برخه کې د مسووليت نه منلو له مخې خځلې له راغونډولو وروسته ناسمو ځايونو کې اچوي او کوڅه ډبي او نامسوول کسان هغه د ښار په بېلابېلو سيمو کې تيتوي.

د ښار تنظيف ياد شوي چارواکي معلوماتو له مخې، کابل ښار کې د ورځې څه باندې شپږ زره ټنه خځلې راټولېږي؛ خو هغوى هره ورځ تر ٥٠٠٠زرو ټنو خځلې له کابل ښار څخه لېږدولى شي او له بده مرغه شاوخوا زر ټنه يې کابل ښار کې ډېرى کېږي.

په ورته وخت کې د څلورمې ناحيې د تنظيف مدير عزيز صالح هم د خځلو راغونډولو کې د خلکو نه ګډون په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې څلورمه ناحيه کې د ٦٥٠زرو وګړو لپاره د تنظيف ١٦٠ کارکوونکي نه شي کولى چې دې غټ شمېر کسانو ته لاسرسى وکړي، زياته کړه چې د دې ناحيې اوسېدونکي د چاپېريال ساتنې په برخه کې همکاري نه کوي.

هغه وويل :"د دې ناحيې خلک ډېر بې مسووليته دي، که موږ تر يوې مياشتې له دې ناحيې څخه خځلې راغونډې نه کړو، نو د دې سيمې ټولې کوڅې او لارې به له خځلو ډکې شي، خو بيا به هم خلک هېڅ پاملرنه و نه کړي."

همداراز د درېيمې ناحيې د تنظيف رياست مشر محمد محسن ملک زاده د چاپېريال ساتنې په برخه کې د خلکو بې مسووليتي په اړه وويل، د دې سيمې څه باندې ٧٠ سلنه وګړي خپلې خځلې په نامناسبو ځايونو کې اچوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.