ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ٢٥ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې ٢٥ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
30 Apr 2016 - 10:43
هلمند کې ٢٥ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
30 Apr 2016 - 10:43

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ غويی ۹۵): چارواکي وايي چې کوماندو ځواکونو د هلمند د مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې ازمایښتي عمليات ترسره کړي او په ترڅ کې يې ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد معين فقير وايي، دغه عمليات تېره ورځ سهار وخته د ملي اردو او پوليسو ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو پر مهال ۱۵ وسله والو طالبان وژل شوي، ۱۰ نور ټپيان دي، يو رينجر، يو عراده هاموې چې له طالبانو سره وو، درې موټرسايکلونه او د وسلو يوه زېرمه يې له منځه وړي دي.

دى وايي، دغه عمليات يې په امتحاني ډول ترسره کړي چې تېره ورځ له غرمې وروسته په بريا پاى ته ورسېدل.

د فقیر په خبره چې په دغو عملیاتو کې یوازې یو پولیس ټپي شوی دی.

د هلمند والي حيات الله حيات هم د عملياتو او وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پخلی کوي او ويې ويل چې دغه ډول عمليات به نور هم ترسره شي څو په سيمه کې دوامداره امنيت ټينګ شي.

د نادعلي ولسوال محمد ادريس عليزي پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هوايي مرسته کوله.

وسله وال طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.