مزارشريف (پژواک ۱۱وری ۹۵): د شمال زون جهادي مشر او د حزب اسلامي د شوراګانو اجرايه رييس جمعه خان همدرد وايي، په حکومت کې شته بې عدالتي نوره نه شي زغملى او د حق په غوښتلو کې د هېچا پروا نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې د وري په ۱۱مه، د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په علمخېلو کې د وزير محمدګل خان مومند په نامه د څلورلارې د پرانيستې وياړغونډې ته وکړې.
يادې غونډه کې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو سياسي شخصيتونو، د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو غړو، قومي مشرانو، فرهنګيانو او د مدني ټولنو غړو برخه اخيستې وه.
د حزب اسلامي د شوراګانو اجرايه رييس جنرال جمعه خان همدرد، دغې غونډې ته د وينا په ترڅ کې شمال ته د خپل راتګ سياسي لاملونه په ډاګه کړل.
نوموړي زياته کړه: ((له ننه ۳۸ کاله پخوا مې له همدې ځايه د روس په خلاف جهاد پيل کړی دی؛ نو بيا ولې له خلکو سره شمال ته زما په راتګ اندېښنه او پوښتنه پيدا کېږي!))
خو هغه په دې ټينګار وکړ، چې د عدالت لپاره خپلې سيمې ته راغلی دی.
همدرد د هېواد ټولو قومونه د يو بل ورونه وګڼل او زياته يې کړه: ((ولسمشر ته وايم، چې که د هر قوم يوه ډوډۍ حق کېږي، نو د ملي يووالي په خاطر دې دوه ورکړي، خو زما له يوې ډوډۍ حق څخه خو دې نيمه راکړي.))
نوموړي زياته کړه، دغه ډول بې عدالتي نوره نه شي زغملی.
هغه د غويي د اتمې په تړاو هم خبرې وکړې او ويې ويل، مشران او سپين ږيري په دې خبر دي، چې جهاد له برياليتوب وروسته چا د بدبختۍ او جګړې خواته يووړ.
همدرد وويل، د غويي له اتمې وروسته د جهاد له پايلو ناسمې ګټې واخيستل شوې.
نوموړي د چا نوم وانخيست خو زياته يې کړه، چې کابل درې کسانو چور او غصب کړی، د دې په خاطر چې وايي، چې جهاد يې کړی دى.
هغه همداراز د کوم ولايت نوم وانخيست خو ويې ويل، چې په يوه ولايت کې د جهاد کولو په پلمه ټول حکومت د يوه تنظيم په لاس کې دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن