کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٥) : ولسمشر اشرف غني د وسله والو تښتوونکو له خوا د شهيد کړل شوي ١٤ کلن ماشوم اباسين پلار حاجي عبدالغفور سره همدردي او غمشريکي وکړه.
له ارګ څخه د غويي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر پر دغې پېښې سخت خواشينی دی او د شهيد اباسين له کورنۍ او دوستانو سره په وير اوغم کې ځان شريک بولي.
ولسمشر غني څرګنده کړې، اړوندو ارګانونو ته يې د دغې دردناکې پېښې پر عاملانو د عدالت د تطبيق په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.
١٤ کلن اباسين څو مياشتې مخکې د کابل له اتمې حوزې د پيسو لپاره تښتول شوى و، خو چې کورنۍ يې پيسې ورنه کړې، نو د تښتوونکو له خوا ووژل شو.
د هغه د جنازې او فاتحې مراسم پرون په کابل کې ترسره شول.
بلخوا سلګونو کسانو نن په کابل کې د يوه لاريون په ترڅ کې د اباسين قاتلينو ته د اعدام د سزا غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن