مزار شريف (پژواک، ١١ غويى ٩٥) : د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د وزير محمد ګل خان مومند په څلورلارې کې څلى جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه څلى د مزار شريف او شبرغان پر لويه لاره د بلخ ولسوالۍ په مرکزي څلورلارې کې، چې د وزير محمد اکبر خان په نوم نومول شوى، جوړ شوى دى.
د دې څلي د پرانيستې په مراسمو کې د بلخ ولايت او د هېواد له نورو ولايتونو څخه سياسي او قومي مشران، د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړو، د مدني ټولنې فعالانو، فرهنګيانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
ويناوالو وزير محمد ګل خان د ملي يووالي سمبول وګاڼه او ويې ويل، هغه په شمال کې ملي يووالى رامنځته کړى و.
د مومند بابا د کورنۍ يوه غړي ظاهر مومند د وزير محمد ګل خان ژوندليک ولوسته.
ورپسې د بلخ ولايت د سکتوري تخنيکي چارو رييس ذبيح الله اختري غونډې ته وينا وکړه او ويې ويل، څو کاله مخکې د ولايت په اداري مجلس کې د وزير محمدګل خان په نامه د ياد څلور لاري د نومولو او پرې د څلي جوړولو پرېکړه وشوه.
هغه زياته کړه، د دې لپاره يو کمېسيون جوړ شوى و، ٣٠ سلنه يې په بسپنه جوړ او پاتې ٧٠ سلنه يې پيسې يې د جمعه خان همدرد زوى ګل رحمن همدرد ورکړې دي، خو د لګښت په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
ګل رحمن همدرد وويل، وزير محمدګل خان په بلخ ولايت کې د ملي يووالي لپاره کار کړى او هغه يې د سيمې په کچه مهم سياسي او فرهنګي شخصيت وباله.
د بلخ پخواني والي او د ولسي جرګې وکيل اسحق رهګزر هم، وزير محمدګل خان مومند د ملي يووالى پالونکى افغان وباله او له خلکو يې وغوښتل چې د هغه پر پل، پل کېږدي.
د ملي تحريک مشر اسماعيل يون د وزير محمد ګل خان د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو رڼا واچوله او ويې ويل، د هغه د ځينو کارونو له کبله، افغانستان ډېرې سياسي ګټې کړې دي.
هغه زياته کړه، د وزير محمدګل خان د ملي يووالي د روحيې له امله په شمال کې ټول قومونه په يوه خوله د وخت د شوروي اتحاد د يرغل پر وړاندې راپاڅېدل.
د حزب اسلامي مرکزي غړي او د پکتيا پخواني والي جمعه خان همدرد هم په شمال کې د ملي يووالي رامنځته کولو په اړه د وزير محمد ګل خان هڅې وستايلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن