ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د دوو قوماندانانو د خپلمنځي نښتې له امله  ٩ کسان وژل شوي

بلخ کې د دوو قوماندانانو د خپلمنځي نښتې له امله ٩ کسان وژل شوي

author avatar
1 May 2016 - 12:41
بلخ کې د دوو قوماندانانو د خپلمنځي نښتې له امله  ٩ کسان وژل شوي
author avatar
1 May 2016 - 12:41

مزار شريف (پژواک، ١٢ غويى ٩٥) : په بلخ ولايت کې د دوو قوماندانانو د  وسله والو ترمنځ نښته کې له دواړو لوريو څخه ٩ تنه وژل شوي دي.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د غويي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پېښه وړمه شپه د دغه ولايت د کشندې ولسوالۍ د باختري په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د د وسله والو طالبانو پرضد د ولسي پاڅون کوونکو  د دوو سيمه ييزو قوماندانانو عبدل او عبدل اياز د وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

قادري وايي، چې په دې نښته کې له دواړو لوريو څخه نهه کسان وژل شوي او دوه تنه يې ژوبل شوي دي.

نوموړي وويل  چې پوليس سيمې ته رسيدلي، له دواړو لوريو څخه يې اته کسان نيولي او تر پلټنو لاندې دي.

د امنيت امر وايي  چې اوس په سيمه کې امن دى .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.