تالقان (پژواک، ١٢ غويى ٩٥): د تخار ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولايت په درقد ولسوالۍ کې يوه ښځه امنيتي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلې ده.
د تخار والي ياسين ضياء نن خبريالانو ته وويل چې وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ په نورخېلو سيمه کې تېره شپه يوه ٢٥ کلنه مېرمن له کوره ايستلې، محاکمه کړې او بيا يې پر ډزو وژلې ده.
دى زياتوي: ((وژل شوې ښځه درخو نومېږي چې په کندوز ولايت کې د عامه نظم د يوه افسر مېرمنه ده، طالبانو نوموړې د شپې له کوره ايستلې او بيا يې وژلې.))
خو وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
د درقد يوه اوسېدونکي احمد بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، درخو د عامه نظم دغه افسره سره يونيم کال مخکې واده کړی و.
د ده په وينا، درخو مخکې تر دې بل چا سره کوژدن وه چې درې کاله يې ورسره د طلاق په اخيستلو په عدلي او قضايي ارګانونو کې دعوا کوله.
هغه زياته کړه: ((درخو په محکمه کې ونه شو کولى له خپل کوژدن څخه طلاق واخلي، نو د عامه نظم له دغه افسر سره يې واده وکړ او په کندوز کې يې ژوند کاوه، درخو په هماغه شپه له کندوز ولايت څخه درقد ته خپل پلار کره مېلمه راغلې وه.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن