ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې لاريون کوونکو د اباسين د قاتلينو د اعدام غوښتنه وکړه

جلال اباد کې لاريون کوونکو د اباسين د قاتلينو د اعدام غوښتنه وکړه

author avatar
1 May 2016 - 13:49
جلال اباد کې لاريون کوونکو د اباسين د قاتلينو د اعدام غوښتنه وکړه
author avatar
1 May 2016 - 13:49

جلال اباد (پژواک،۱۲ غويى۹۵): په ننګرهار ولايت کې يو شمېر لاريون کوونکو د  "اباسين" د قتل په تور د نيول شوو کسانو د اعدام غوښتنه وکړه او  پر ولسمشر يې غږ وکړ څو د انسان تښتوونکو پر ضد جدي اقدام وکړي.

پر افغان پوله د پاکستانيو ملېشو د بريدونو بندېدل او په دې بريدونو کې د يوه  وژل شوي پوله ساتي سرتېري کورنۍ ته پاملرنه د لاريون کوونکو نورې غوښتنې وې.

لسګونه دغو لاريون کوونکو د غويي په ۱۲مه، د ځوانانو چارو له امريت څخه د پښتونستان تر واټ پورې په لاريون کې پر ولسمشرۍ ماڼۍ غږ وکړ چې غوښتنو ته يې بايد ځواب ووايي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي د لاريون په يوه څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل:(( نن لسګونه ځوانانو د اباسين لپاره د عدالت غوښتنې او د پاکستان د بريدونو  پر غبرګون لاريون کړی.))

اباسين پنځه مياشتې مخکې په کابل کې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و، چې تېره اوونۍ يې مړى  وموندل شو او په تور يې يو شمېر کسان نيول شوي دي.

د هغه لپاره د عدالت غوښتنې مسئله تر هغه وروسته د خبرونو سرټکى شوه چې په ټولنيزو رسنيو کې يې عکسونه خپاره شول.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر وايي: ((حکومت بايد د اباسين قاتلين په عام محضر کې اعدام کړي څو نورو ته عبرت شي.))

د انسان تښتونو مخه نيول، مرګ پر انسان تښتوونکو، د تښتوونکو پر ضد دې جدي مبارزه وشي، د تښتوونکو ډلو ملاتړ دې افشا شي او د پاکستان د بريدونو ځواب دې ورکړل شي د لاريون کوونکو شعارونه وو.

د لاريون يوه ګډونوال نور احمد نوراني پژواک ته وويل: (( زموږ د لاريون يوه موخه دا ده چې پر افغان خاوره دې د پاکستان د بريدونو مخنيوی وشي،پاکستاني ملېشې په ډېرې سپين سترګۍ زموږ پر پوستو بريدونه کوي.))

تېره اوونۍ د ننګرهار پر ګوشتې او لعلپورې ولسواليو پاکستانيو ملېشو لومړی مخامخ  بريدونه وکړل او وروسته يې لسګونه توغندي را وتوغول چې له امله يې يو افغان پوله ساتی سرتېری ووژل شو.

نوراني وايي: ((د احمد بلال په نامه د دې سرتېري کورنۍ بايد له ياده ونه وېستل شي، دا زموږ قهرمان دی، موږ پر حکومت او ملګرو ملتونو غږ کوو چې د پاکستانيو بريدونو مخه ونيسي.))

مدني فعال اکرام الله اکرام بيا وايي: ((په دې وروستيو کې د انسان تښتونو پېښې ډېرې شوي، حکومت بايد دې مسئله ته جدي پاملرنه وکړي، فکر کېږي چې ځينې جګپوړي کسان دې په دې پېښو کې لاس ولري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.