کندوز ښار(پژواک، ١٢ غويى ٩٥): د کندوز ځايي چارواکي وايي چې ددې ولايت د علي اباد ولسوال له يوه ساتونکي سره د طالبانو په کمين کې ټپي شوى.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د علي اباد ولسوال حيات لاله فقيريار نن سهار له ولسوالۍ نه د کندوز ښار ته د ولايت مقام کې په يوه ناسته کې د ګډون په موخه روان شوى و چې د کندوز ښار په انګور باغ سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخامخ شو.
هغه زياته کړه چې په دې کمين کې يو راکټ د ولسوال پر موټر لګېدلى چې په پايله کې يې نوموړى له خپل ساتونکي سره ژوبل شوى دى.
جنګل باغ زياته کړه چې د علي اباد د ولسوال روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
د علي اباد ولسوال يوه خپلوان وويل چې فقيريار د پښې په برخه کې ټپي شوى او د درملنې د امکاناتو د نشتوالي په سبب له ولايتي روغتون نه د کندوز هوايي ډګر ته د اردو روغتون ته لېږدول شوى دى.
د سرچينې په خبره، که چېرته يې په دې روغتون کې درملنه ونه شي، څو ساعته وروسته به يې مزار شريف ښار ته ولېږدوي.
د ويلو ده چې انګورباغ سيمه د کندوز ښار چوک په درې کيلومترۍ کې موقعيت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن