ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عدليې وزارت د اعدام حکم د محدود کېدو طرحه چمتو کړې ده

عدليې وزارت د اعدام حکم د محدود کېدو طرحه چمتو کړې ده

author avatar
1 May 2016 - 18:43
عدليې وزارت د اعدام حکم د محدود کېدو طرحه چمتو کړې ده
author avatar
1 May 2016 - 18:43

کابل(پژواک، ١٢ غويى ٩٥): د عدليې وزارت چارواکي وايي چې د (( جزا کوډ)) نوې طرحه يې چمتو کړې چې د ملي شورا د تصويب او ولسمشر د توشېح  په صورت کې به  د اعدام د احکامو  اجرا کېدل محدود شي.

د عدليې وزير سلاکار او د افغانستان د جزا قانون د سمون او بيا کتنې ډلې مشر محمداشرف رسولي په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له دغې طرحې سره سم د مجرمينو د اعدام احکام محدود او په ابدي زندان او لوړې کچې بند بدلېږي.

هغه وويل چې دا طرحه د هېواد او نړيوالې ټولنې د حقوقي سلاکارانو د متخصصينو د يوې ډلې د کوښښونو او نه ستړو کېدونکو هڅو په پايله کې چمتو شوې چې د جزا په قانون کې بنسټيزې او عمده چارې را نغاړي.

د عدليې وزيرعبدالبصير انور هم وويل چې د جزا قانون د سمون ډله کې د سترې محکمې، کورنيو چارو وزارت، د ښځو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ، ملي امنيت، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې، مدني ټولنو او اړوندو نورو ملي او نړيوالو بنسټونوغړي شامل دي.

انور څرګنده کړه چې دا مسوده د يادې ډلې د درې کلن کار په اوږدو کې چمتو شوې ده.

 عدليې وزير وويل چې د هېواد عدلي او قضايي مراجع، د تقنيني اسنادو د زياتوالي په سبب د قضيو د څېړنې په برخه کې له ننګونو سره مخ وو او له بلې خوا د نوو څرګنېدونکو جرمونو رامنځته کېدو په سبب د جزا قانون د بيا کتنې اړتيا مطرح شوه.

د هغه په خبره، د هېواد د جزا قانون ٤٠ کاله وړاندې جوړ شوى، خو تر څنګ يې ١١ نور قوانين لکه د کورني او بهرني امنيت د جرايمو قانون، له ترهګرۍ سره د مبارزې قانون، له پيسو مينځلو سره د مبارزې قانون، د ترهګرۍ له تمويل سره د مقابلې قانون او له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قانون هم جوړ شو، څو ټول ساحات را ونغاړي.

دعدليې وزير په ډاګه کړه چې تازه طرحه په هېواد کې د عدالت د تدوين لپاره بنسټيز تهداب دى.

د عدليې وزير سلاکار او د افغانستان د جزا قانون د سمون او بيا کتنې ډلې وويل:((هغه روش او اصول چې په نړيواله کچه د يوه معيار په توګه قبول شوي، له بده مرغه چې زموږ د جزا پخواني قانون کې نه و، د همغه وخت له ځانګړو شرايطو سره وضع شوي وو او بيا کتنې ته يې اړتيا درلوده.))

هغه زياته کړه:((د جزا اوسني قانون کې کوښښ شوى چې د جرم پر وړاندې  سختګيري وشي، يعنې د جرمونو زيات مجازات اعدام دى.))

رسولي څرګنده کړه چې د وړانديز شوې طرحې پر بنسټ، د اعدام د حکم د جرا کېدو جزايي کوډ ډېر محدود شوى او ابدي زندان لپاره اوچته نېټه تر ٣٠ کلونو پورې وړانديز شوې ده.

خو پر دې سربېره د عدليې وزارت سلاکار ټينګار وکړ چې په دغه طرحه کې د اعدام جزا  اجرا کېدل په استنثايي مواردو کې په پام کې نيول شوي او اعدام يواځې په هغه قضيه کې عملي کېږي چې ډېرى خلک يې د اجرا کېدو غوښتونکي وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.