ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د حرفوي زده کړو مرکز پرانيستل شو

لغمان کې د حرفوي زده کړو مرکز پرانيستل شو

author avatar
1 May 2016 - 20:10
لغمان کې د حرفوي زده کړو مرکز پرانيستل شو
author avatar
1 May 2016 - 20:10

کابل (پژواک ١٢ غويى ٩٥): په لغمان کې د ۳۰ ميلیونو افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو جوړ شوی مرکز پرانستل شو.

د دې ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې نسرین اوریاخېل، نن لغمان ته په ترسره شوي سفر کې په دغه ولایت کې د ۳۰ ميلیونو افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو جوړ شوی مرکز رسماً پرانيست.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، دغه دوه پوړیزه ودانۍ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مالي لګښت په دوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې وه، نن په کې په رسمي ډول د حرفوي زده کړو د سلو زده کوونکو روزنه پيل شوه.

سرچينه کاږي، دغو زده کوونکو ته به په مختلفو څانګو، لکه موټرسایکل جوړونې، ټېلیفون جوړونې، خیاطي او کمپيوټر جوړونې برخو کې اته میاشتنۍ زده کړې ورکړل شي، چې تر فراغت وروسته به ورته د اړوندې حرفې اړین لوازم هم په واک کې ورکړل شي، څو په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه پيدا کړي.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل، اړینه ده چې په دغه ولایت کې د ځوانانو د بې روزګارۍ کچې ته په کتو، دغه مرکز لا پراختیا ومومي او په کې د سلو تنو پر ځای په یوه وخت سلګونو تنو ته حرفوي زده کړې ورکړل شي، څو په دې سره د پراخې بې کارۍ کچه راټيټه او ځوانانو ته د سالم مصروفیت زمینه برابره شي.

وزیرې اوریاخېل ژمنه وکړه، چې د لغمان ستونزو او غوښتنو ته په کتو به د حرفوي زده کړو په دغه رونیز مرکز کې د زده کوونکو شمېر، چې اوس مهال سل تنه دی، تر زرو پورې لوړ کړي، څو بې روز ګاره ځوانان ته په بېلابېلو حرفو کې زده کړې ورکړي او په دې سره د کورنیو په اقتصادې پرمختګ کې اساسي ګام پورته شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.