کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٥): د ولسمشر غني په مشرۍ د کډوالۍ عالي کمېسیون ناسته کې پرېکړه وشوه چې د داخلي بېځايه شويو د سروې په موخه دې ځانګړې بوديجه برابره او په ځينو ولايتونو کې مستحقو کډوالو ته د ځمکو د وېش په برخه کې لازم دقت وشي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کډوالۍ عالي کمېسیون غونډه، نن سهار په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه کاږي، غونډې له اداري فساد سره د مبارزې پر پالیسي او د کډوالو چارو وزارت د فعالیتونو د تنظیم د مقررې، د پناه ورکولو چارو قانون او د داخلي بېځایه شویو د سروې د پلان په هکله بحث وکړ.
غونډې له بحث او څېړنې وروسته، د کډوالو چارو وزارت له اداري فساد سره د مبارزې پالیسي په پرنسیب کې تايید کړه.
ولسمشر د کډوالو چارو وزارت رهبري پلاوي ته وویل، د بشري منابعو او اداري فساد سره د مبارزې لپاره باید عملي او واضح پلان ولري.
ده زياته کړه، د کډوالو مسئله له عمده ملي مسایلو څخه یوه ده او د کډوالو او بېځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په موخه دې ځانګړې بوديجه په پام کې ونیول شي.
د هغه په وينا، حکومت باید د طبیعي پېښو او جنګونو له امله د بېځایه شویو لپاره واضح امکانات او چمتووالى ولري، ترڅو پر وخت د هغوی ملاتړ او ورته رسیدنه وکړي.
په دې غونډه کې د کډوالو چارو وزارت مسوولینو له ایران سره د اسنادو نه لرونکو کسانو د ثبت په هکله د پیشنهادي تفاهم لیک او همدارنګه له المان سره د پیشنهادي تفاهمنامې په هکله معلومات ورکړل.
ولسمشر وویل، په یادو هېوادونو کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره باید اقدام وشي او پر تفاهم لیک دې دقیق بحث وشي، ترڅو د کوربه هېوادونو په همکاري د کډوالو ستونزې حل شي.
همدارنګه د داخلي بېځایه شویو د سروې په هکله خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې مالیې وزارت دې د یادې سروې د ترسره کولو لپاره مالي امکانات برابر کړي.
په همدې ترتیب، د کډوالو چارو وزارت د تفتیش ریاست د کابل، لغمان، بغلان او بلخ ولایتونو په هکله راپور وړاندې کړ او ويې ویل، چې په یادو ولایتونو کې د کډوالو ځمکې غیر مستحقو کسانو ته وېشل شوې دي.
ولسمشر د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده وسپارله، چې د یادو ولایتونو والیانو سره په تفاهم د یادو ځمکو د ساتنې او مستحقو کډوالو ته د هغو د وېش په برخه کې لازم دقت وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن