ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او ١٣ نورو ولايتونو کې د برېښنا بيه ٢٥ سلنه لوړه شوې

کابل او ١٣ نورو ولايتونو کې د برېښنا بيه ٢٥ سلنه لوړه شوې

author avatar
1 May 2016 - 18:49
کابل او ١٣ نورو ولايتونو کې د برېښنا بيه ٢٥ سلنه لوړه شوې
author avatar
1 May 2016 - 18:49

کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٥): د برېښنا شرکت اعلان کړى، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت د راټيټېدو له امله، په کابل او ١٣ نورو ولايتونو کې د برېښنا بيه ٢٥ سلنه لوړه شوې ده.

د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه ډېرښت د روان کال د وري مياشتې له پيل څخه د اجرا وړ دى.

نوموړي وويل، چې د پيسو دغه زياتوالى له کابل پرته په بغلان، لغمان، پروان، کاپيسا، بلخ، فارياب، سرپل، کندوز، سمنګان، جوزجان، نيمروز او هرات ولايتونو کې هم چې په يادو ولايتونو کې له وارداتي برېښنا ګټه پورته کېږي، د پلي کولو وړ ده.

نوموړي د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدو او دغه راز په ډالرو سره د وارداتي برېښنا پېرل؛ د برېښنا بيو د زياتوالي لاملونه وبلل او ويې ويل، چې افغانستان په ټوليز ډول له ايران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو څخه في کيلو واټ برېښنا په ٩ سنټه پېري چې افغانستان هر کال له يادو هېوادونو څخه له ٢٢٠ څخه تر ٢٧٠ ميليون ډالرو پورې برېښنا پېري.

هغه زياته کړه: "ځکه موږ د وارداتي برېښنا بيه په ډالرو سره پرې کوو، تېر کال يو ډالر ٥٨ افغانۍ حساب شوى و، خو سږ کال بيا ډالر ٦٨ افغانيو ته ورسېد...له همدې امله موږ تېر کال ١٨ ميليون ډالره زيان کړى، که چېرې سږ کال هم زيان وکړو نو شرکت به په پښو ونه دريږي او له ډېرو ستونزو سره به مخ شي."

د کابل د شهزاده سراى د معلوماتو پر بنسټ، نن يو امريکايي ډالر په ٦٨،٣٥ افغانۍ بدليږي او د تېر کال په ورته موده کې يو امريکايي ډالر په ٦٤،٣٠ افغانۍ تبادله کېده.

نوموړي وويل، چې د برېښنا لګښتونه په پنځو کټګوريو کې له دوه تر لسو افغانيو پورې وېشل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، تر دوه سوه کيلوواټه پورې د برېښنا بيه له ٢ افغانۍ تر ٢،٥ افغانۍ، له دوه سوه تر څلور سوه کيلوواټه پورې له ٣،٢٥ تر ٣،٧٥ افغانۍ پورې، له څلور سوه تر شپږ سوه کيلوواټه پورې له ٥ تر ٦ افغانۍ پورې  او له شپږ څخه تر ٨ سوه کيلو واټو پورې في کيلو واټ له ٦،٢٥ تر ٦،٧٥ افغانيو پورې دى.

نوموړي له ٨٠٠ کيلوواټه پورته برېښنايي لګښتونو په اړه معلومات وړاندې نکړل او ويې ويل، چې د برېښنا ٨٠ سلنه ګټه اخيستونکي په لومړۍ کټګورۍ کې دي.

نوموړي په داسې حال کې چې له خلکو غوښتنه وکړه، څو د برېښنا په لګښت کې ګوزاره وکړي؛ زياته کړه چې که کله هم د افغانيو پر وړاندې د ډالرو ارزښت راټيټ شي نو د برېښنا لګښتونو بيه به هم ورسره راټيټه شي، خو که د ډالرو ارزښت نور هم لوړ شو نو د لګښتونو بيه به نوره هم ورسره لوړه شي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په افغانستان کې ٥٦٠ ميګاواټه برېښنا وارداتي او ٣٤٠ ميګاواټه برېښنا بيا کورنۍ توليداتي برېښنا ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.